جو بایدن : ممکن د پریګوجین د الوتکې د سقوط ترشا د پوتین لاس وي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې د واګنر اجیر ځواکونو د مشر پریګوجین د الوتکې د سقوط  پړه په غیرې مسقیم توګه د روسیې پر ولسمشر پوتین واچوله.

2028611
جو بایدن : ممکن د پریګوجین د الوتکې د سقوط ترشا د پوتین لاس وي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې د واګنر اجیر ځواکونو د مشر پریګوجین د الوتکې د سقوط  پړه په غیرې مسقیم توګه د روسیې پر ولسمشر پوتین واچوله. هغه  اشاره وکړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ممکن په روسیه کې د پریګوجین د  شخصي الوتکې د غورځیدو تر شا لاس ولري.

بایډن په کلیفورنیا کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د امریکا ولسمشر د روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه د روسیې د واګنر اجیر ځواکونو د مشر پریګوجین د  خصوصي الوتکې د غورځېدو په اړه د ارزونې په ترڅ کې وویل:

"زه نه پوهیږم چې څه پیښ شوي، مګر زه حیران نه یم."

بایډن، اشاره وکړه  چې ممکن د روسې ولسمشر  پوتین ممکن د نوموړې   الوتکې په غورځیدو کې لاس ولري. هغه وویل چې ،

"په روسیه کې داسې ډیرې پیښې شتون نلري چې پوتین یې تر شا نه وي. خو د پېښې په شاليد پوهیدو په اندازه کافي‌ معلومات نلرم."

د ویلو ده چې پرون د روسېې د واګنر اجیر ځواکونو د مشر پریګوجین شخصي الوتکه د روسیې له پلازمینې مسکو څخه سینټ پیټرزبرګ ښار ته روانه وه چې  په تورو سیمه کې سقوط وکړ. پدې پیښه کې  د پریګوجین او ۳ پیلوټانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ . روسیې دا پیښه تایید کړه او وویل چې پریګوجین هم پدې پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.


پيوندونه: #واګنر , #روسیه , #امریکا

اړوند خبرونه