د روسېې د واګنر اجیر ځواکونو مشر پریګوجین د الوتکې په سقوط‌ کې ووژل شو

د روسیې د واګنر اجیر ځواکونو مشر او بڼسټ ایښودونکی  پریګوجین د الوتکې د سقوط په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.

2028420
د روسېې د واګنر اجیر ځواکونو مشر پریګوجین د الوتکې په سقوط‌ کې ووژل شو

د روسیې د واګنر اجیر ځواکونو مشر او بڼسټ ایښودونکی  پریګوجین د الوتکې د سقوط په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.

د روسېې د واګنر اجیر ځواکونو د مشر ایوګني‌ پریګوجین شخصي‌ الوتکې د روسیې پلازمینې مسکو ته نږدې سقوط‌ وکړ.

د روسیې د هوانورۍ فدرال ادارې ویلي‌ دي‌ چې په سقوط‌ شوي‌ الوتکه کې لس تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې د واګنر ځواکونو مشر پریګوجین هم پکې شامل دی.

نوموړې ادارې لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي‌ دي چې  د Embraer ERJ-135BJ ډوله شخصي الوتکه د روسیې د  واګنر اجیر  ځواکونو مشر ایوګیني پریګوجین پورې اړه لري، د روسیې له پلازمینې مسکو څخه سینټ پیټرز ته روانه وه ، مسکو ته نږدې سقوط وکړ. الوتکه  په تورور سیمه کې ولویده. په پېښه کې د ۳ پیلوټانو په ګډون ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په څرګندونو کې راغلي‌ دي‌ چې  پریګوجین هم د الوتکې د مسافرینو په لیست کې شامل  دی. د روسیې د هوايي چلند فدرال ادارې ویلي‌ دي‌ چې "د الوتکې د غورځیدو په اړه تحقیقات پیل شوي . د مسافرینو په لیست کې د ایوګیني پریګوجین نوم او تخلص شتون لري." د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «د پریګوجین الوتکې  د مسکو د سینټ پیټرس ښار د شیرمیتیوو هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه. په الوتکه کې ټولټال ۱۰ کسان سپاره وو، چې ۳ یې د الوتکې پرسونل وو،» ویل کیږي‌‌ الوتکې له الوتنې نیم ساعت وروسته سقوط‌ وکړ. د واګنر اجیر ځواکونه چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې ډیر مهم رول په غاړه درلود، د جون په ۲۳ نیټه يي د روسې د پوځ او حکومت پر خلاف  بغاوت پیل کړ او د روسیې پوځ یې د واګنر په کمپونو د برید په تنظیمولو تورن کړ. د واګنر جنګیالیو د پریګوجین په امر د روسیې په سویل کې له روستوف څخه پلازمینې مسکو ته وسله وال مارچ پیل کړ. پریګوجین، چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د روسیې د لوی درستیز والري ګیراسیموف د استعفا غوښتنه یې کړې وه، د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړیتوب ۲۴ ساعته وروسته بغاوت پایته ورسو. د کرملین ماڼۍ اعلان وکړ چې د بغاوت وروسته به په روسیه کې د واګنر فعالیتونه پای ته ورسیږي او د واګنر جنګیالي به په بیلاروس کې په یوه اډه کې ځای پرځای شي.

د ویلو ده چې د واګنر ځواکونو مشر پریګوجین ددې پيښې نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره په روانه اونۍ کې یو ویدیويي پیغام خپور کړ. شننونکو ویل چې نوموړي‌ دا ویدیو په افریقا کې ثبت کړې ده .



اړوند خبرونه