د اوکراین له خوا د روسیې پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دوام لري.

اوکراین د روسیې اړوند یوه بم غورځوونکې الوتکه له منځه یوړه

2027433
د اوکراین له خوا د روسیې پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دوام لري.

د اوکراین له خوا د روسیې پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دوام لري. د اوکراین لخوا نن سهار د روسیې په کالوګا سیمه کې د سولتسي-۲ پوځي اډې باندې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو. اوکرایني لوري ویلي چې په دغه برید کې یوه Tu-22 ډوله بم غورځوونکې الوتکه له منځه وړې خو ، روسیې  بیا اعلان کړی چې یوه الوتکه یې لږ زیانمنه شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې د برید پر مهال یوه الوتکه د اور په لمبو کې سوځي .

د اوکراین د پوځ د استخباراتو ویاند اندري یوسوف وویل: «لږترلږه یوه روسي الوتکه له منځه وړې ده. هغه وویل، «د تل په څیر، د روسیې رژیم هڅه کوي چې د زیان او اصلي زیان کچه پټه کړي.

یوسوف وویل چې د اوکراین د استخباراتو افسران په بریالیتوب سره خپلو دندو ته ادامه ورکوي او زیاته یې کړه چې د تل په څیر زموږ د استخباراتو کارکوونکي د تیري کوونکي دولت په وړاندې خپلو دندو ته ادامه ورکوي.

د روسيې د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي‌ برید په اړه ویلي‌ دي ، چې بريد د چورلکې ډول بې پیلوټه الوتکې سره شوی دی.  نوموړې الوتکه چې د  هوايي حريم د څارنې پوستې له خوا کشف شوې وه سپکې وسلې سره  وويشتل شوه." په برید کې یوه الوتکه زیانمنه شوې، د تروریستي عمل په پایله کې هیڅ ډول ځاني زیان نه دی رسیدلی" په بیان کې ویل شوي چې د هوایی اډې په پارکینګ رامنځته شوې اورلګیدنه د اور وژونکو لخوا مړه شوه.

روسیه په مکرر ډول د اوکراین په خاوره کې په بمباریو کې Tu-22 سوپرسونیک بم غورځوونکو الوتکو څخه استفاده کوي.



اړوند خبرونه