د روسيې په   پلازمېنه مسکو يو ځل بيا د بې پيلوټه الوتکې  برید وشو.

د اوکراین لخوا پر روسیې پرله پسې بریدونه

2026313
د روسيې په   پلازمېنه مسکو يو ځل بيا د بې پيلوټه الوتکې  برید وشو.

د روسيې په   پلازمېنه مسکو يو ځل بيا د بې پيلوټه الوتکې  برید وشو.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د روسیې د هوايي مدافع سیستم  د مسکو په مرکز د برید ترسره کوونکي‌ ډرون الوتکې ویشتلي‌ او غورځولي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي  چې د ویشتل شوې لوتکې ټوټې له یوې ودانۍ سره وجنګېدلې او ځاني‌ زیانونه  یې اړولي دي. د برید له امله هوايي ټرانسپورټ بهیر د یو څه مودې لپاره د خنډ سره مخامخ شوی وو.

روسیې د بې پیلوټه الوتکې د برید پړه پر اوکراین واچوله.

روسیې همداراز اعلان کړی  چې د اوکراین د پوځ یوې  بې پیلوټه سمندري کښتۍ کریمیا ته نژدې د روسیې پر جنګي کښتیو برید کړی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې نوموړې ډرون کښتۍ خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې د روسیې د ځواکونو لخوا له منځه وړل شوې ده.



اړوند خبرونه