د انګلستان د نړۍ په کچه مشهور برتش موزیم یو زیات شمیر اثار غلار، لوټ یا لا درکه شوي دي
د انګلستان د برتش موزیم چې د انګلستان او نړۍ یو له مهمو موزیمونو څخه دی، له ګودامونو څخه ډیری اثار، ورک شوي، غلا شوي یا زیانمن شوي.
د انګلستان د برتش موزیم چې د انګلستان او نړۍ یو له مهمو موزیمونو څخه دی، له ګودامونو څخه ډیری اثار، ورک شوي، غلا شوي یا زیانمن شوي.
د بريتانيا د موزيم له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ګودامونو کې موجود يو شمېر شيشه يي او د سرو زرو اثار، ګاڼې او قيمتي ډبرې ورک، غلا شوي او يا هم زيانمن شوي دي.
په بیان کې ویل شوي دي چې د نوموړي اثار نه یو هم نندارې ته نه وو وړاندې شوي. نوموړي اثار چې د میلاد نه مخکې د ۱۵ مې پيړۍ څخه د میلاد نه وروسته د ۱۹ مو پیړیو ترمنځه تاریخي قدامت لري د اکادمیکو څيړونو په موخه په ګودامونو کې پراته ول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نوموړي اثار ډیری د حجم له پلوه کوچني وو او د موزيم کارکوونکو ، چې د اثارو د لوټ، غلا او زيانمنولو مسئول وي، له دندو ګوښه او پر وړاندې به يې قانوني چلند وشي.
په بیان کې راغلي دي چې د نوموړو غلا، لوټ او لا درکه شوو اثارو په اړه د لندن میټرو پولیټین پولیسو او د موزیم ادارې دواړو په ګډه تحقیقات پيل کړي دي.