د تونس په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ ډوبه شوې ده
د تونس په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګنشمیر نور لا درکه شوي دي.
2024642
د تونس په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګنشمیر نور لا درکه شوي دي.
د تونس چارواکو ویلي د ناقانونه کډوالو کښتۍ چې ډیری د تونس وګړي ۳۵ تنه ناقانونه کډوال پکې سپاره وو او اروپا پر لورې روانه وه د تونس په سواحلو کې په سمندر کې ډوبه شوه.
د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې. چارواکو ویلي، چې ژغورنې ډلو ۲۳ تنه ژوندي ژغورلي او د ۵ تنو مړي له اوبو راویستي دي. ۷ تنه لا درکه دي چې د موندولو په خاطر يي هلې ځلې روانې دي.