د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د دوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په ایټالیا کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی
2022245
د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د دوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د لومړنیو راپورونو له مخې د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۴۱ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې دا په تیرو لسو ورځو کې په ایټالیا کې د کډوالو د کښتیو د ډوبیدو دریمه پيښه ده چې رامنځته کیږي.
تیره اونۍ هم د ایټالیا په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو دوه غبرګې کښتۍ ډوبې شوې وې چې له امله په لسګونو تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو.
په ایټالیا کې د کډوالو د ننۍ فاجعې په اړه لا زیات جزیات ندي ترلاسه شوي .