د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر: یوازینی کس چې کولی شي پوتین د غنمو تړون ته راستون کړي هغه اردوغان دی
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوازینی مشر دی چې کولی شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون ته راستون کړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوازینی مشر دی چې کولی شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون ته راستون کړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون په اړه د اوکراین دولتي خبري اژانس یوکرینفارم ته څرګندونې وکړې.
کولیبا وویل چې د تورسمندرګي د غلو د تړون مخه روسیې نیولې ده او ددې تړون نه وتلی دی. هغه وویل چې ولسمشر اردوغان یوازنی مشر دی چې کولی شي پوتین دې تړون ته بیرته راستون کړي.
"اوکراين د تورې بحيرې د غلو دهليز تړون ته د پوتين د راستنېدو لپاره له اردوغان سره په همغږي کې دی. اردوغان په دې مسله کې له زيلنسکي سره په همغږي کې دی. دا د دوه اړخيزو ګټو خبره ده. اردوغان يوازنی مشر دی چې کولای شي پوتين دغه تړون ته راستون کړي.
د تور سمندر د غلو دهلیز تړون
د خوراکي توکو په نړیوالو نرخونو د روسیې او اوکراین د جګړې د اغیزو د کمولو په موخه، ملګرو ملتونو، روسیې، تورکیې او اوکراین د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲مه په استانبول کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړ.
د کرملين وياند ديميتري پيسکوف د جولای په ۱۷ مه نېټه د ختمې شوې موافقې په اړه وويل: «د غلې دانې د دهلېز تړون په حقيقت کې پای ته رسېدلی دی، دا بند شوی دی، روسيه به د اړوندو شرايطو په پلي کېدو سره سمدلاسه د غلې دانې تړون ته ورستون شي. د روسیې په اړه د موافقې یوه برخه نه ده عملي شوې.»