په برازیل کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو پر خلاف په عملیاتو کې ۴۳ تنه وژل شوي دي.

په برزیل کې د نشه يي‌ توکو د قاچاقبرانو پر خلاف په عملیاتو کې په لسګونو تنه وژل شوي‌ دي

2019691
په برازیل کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو پر خلاف په عملیاتو کې ۴۳ تنه وژل شوي دي.

په برازیل کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو پر خلاف په عملیاتو کې ۴۳ تنه وژل شوي دي.

د برازیل په ریو دی جنیرو، ساو پاولو او باهیا ایالتونو کې د پولیسو لخوا د نشه يي‌ توکو د قاچاقبرانو پر خلاف  په عملیاتو کې  لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي‌ دي.

د راپور له مخې، د برازیل پولیسو اعلان کړی چې په ریو دي جنیرو ښار کې د نشه یي توکو قاچاقبرانو  پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې لس تنه وژل شوي دي.

ویل شوي، چې په ښار کې په ترسره شوو عملیاتو کې په وژل شوو  لسو تنو کې د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو ډلې مشر هم شامل دی.

همداشان  د ساو پاولو په ایالت کې  د نشه يي توکو د قاچاقبرانو پر خلاف په عملیاتو کې چې ۵ ورځې دوام وکړ د پولیسو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او د هیواد په شمال ختیځ بهیا ایالت کې ۱۹ شکمن کسان له منځه وړل  شوي دي.

د ډال په نامه په عملیاتو کې، چې د ساو پاولو په ساحلي ښارګوټو کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر له وژل کېدو وروسته پیل شول، پولیسو ۵۸ کسان نیولي او ۳۸۵ کیلوګرامه نشه يي توکي یې ترلاسه کړي دي.

د برازیل د عدلیې وزیر فلاویو ډینو په ګاروجا کې  په ترسره شوو عملیاتو سخته نیوکه کړې او ویلي‌ دي‌ چې  د پولیسو عکس العمل د ترسره شوي جرم سره متناسب نه و.


پيوندونه: #عملیات , #برازیل

اړوند خبرونه