پولنډ د بیلاروس سره په پوله کې لا زیات پوځیان ځای په ځای کوي.

پولنډ به د بیلاروس سره په پوله کې د سرتیرو شمیر ډیر کړي او سیمې ته به د جنګي چورلکو په ګډون اضافي ځواکونه واستوي.

2019113
پولنډ د بیلاروس سره په پوله کې لا زیات پوځیان  ځای په ځای کوي.

پولنډ د بیلاروس سره په پوله کې لا زیات پوځونه ځای په ځای کوي.

پولنډ به د بیلاروس سره په پوله کې د سرتیرو شمیر ډیر کړي او سیمې ته به د جنګي چورلکو په ګډون اضافي ځواکونه واستوي.

د پولنډ د دفاع وزارت څخه په خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې لوړ پوړو پوځي چارواکو د خپل ګاونډي بیلاروس په اړه غونډه وکړه.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار سره چې د بیلاروس دوو چورلکو پرون پولنډ ته نږدې د پولنډ له فضایي حریم څخه سرغړاوی وکړ، وویل «بیلاروس مخکې له دې پولنډ ته د روزنې په اړه خبر ورکړی وو، د بیلاروس چورلکو د بیالوویزا په سیمه کې په ډیره ټیټه ارتفاع کې الوتنه وکړه چې د رادار د سیسټم لخوا تثبیت ګرانه خبره وه .

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ناټو ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

"د دفاع وزیر ماریوس بلاسزاک په پوله کې د سرتیرو د شمیر د زیاتوالي او سیمې ته د جنګي چورلکو په ګډون د اضافي ځواکونو د استولو امر کړی دی." په بیان کې یادونه شوې چې پریکړه وشوه چې د بیلاروس شارژدافیر د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شي چې د پیښې وضاحت وکړي.



اړوند خبرونه