له اوکراین څخه پولنډ ته د اوښتو کډوالو شمیر د ۱۴ میلیونو تنو نه واوښته.
د ۲۰۲۳ کال د اګست تر لومړۍ نیټې پورې، د اوکراین څخه پولنډ ته د اوښتو کډوالو شمیر ۱۴ میلیون ۱۸۲ زرو تنو ته ورسید. همداشان ددې هیواد نه بیرته د وتلو اوکرایني وګړو شمیره د ۱۲ میلیون تنو څخه واوښته.
![له اوکراین څخه پولنډ ته د اوښتو کډوالو شمیر د ۱۴ میلیونو تنو نه واوښته.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8f92/175b/e25b/64be1b080767b.jpg?time=1718783922)
له اوکراین څخه پولنډ ته د اوښتو کډوالو شمیر د ۱۴ میلیونو تنو نه واوښته.
د ۲۰۲۳ کال د اګست تر لومړۍ نیټې پورې، د اوکراین څخه پولنډ ته د اوښتو کډوالو شمیر ۱۴ میلیون ۱۸۲ زرو تنو ته ورسید. همداشان ددې هیواد نه بیرته د وتلو اوکرایني وګړو شمیره د ۱۲ میلیون تنو څخه واوښته.
د پولنډ د پولې ساتونکو ادارې لخوا د ټولنیزې رسنۍ پاڼې کې د خپور شوي بیان له مخې د اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې (د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۴) د دهغه هیواد پر لورې د اوکرایني کډوالو تګ راتګ دوام لري.
په بیان کې ویل شوي چې یوازې پرون له اوکراین څخه ۳۰۸۰۰ کسان دغه هېواد ته داخل شوي او زیاته شوې چې د جګړې له پیل راهیسې له اوکراین څخه پولنډ ته د اوښتو کسانو شمېر ۱۴ میلیونه ۱۸۲ زرو ته رسېدلی دی.
همداشان د پولنډ څخه د وتلو ټول اوکرایني وګړو شمیر ۱۲ میلیون ۳۹۹ زره دی.
د پولنډي چارواکو د څرګندونو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه اوکراینیان مېشت دي.
په بیان کې دی ته په اشارې سره چې د ورته خلکو لخوا د تګ راتګ له امله دوی د خلکو د شمیر پرځای د تیریدونکو شمیر کنټرولوي.
اړوند خبرونه
![د ایټالیا په جنوب کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/5423/a3e0/4ac0/66728a0f197c6.jpg?time=1718783922)
د ایټالیا په جنوب کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په ایټالیا کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنه لا درکه شوي دي