په انګلتستان کې د سمندر په منځ کې په کښتۍ کې د کډوالو ځای په ځای کول د دویم ځل لپاره وځنډول شول

په انګلستان کې د ۵۰۰ تنو مجردو نارینه کډوالو لپاره چمتو شوې د بیبي سټاکهولم کښتۍ ته د لومړنۍ ډلې ۵۰ تنو کډوالو انتقال د دویم ځل لپاره وځنډول شو.

2018708
په انګلتستان کې د سمندر په منځ کې په کښتۍ کې د کډوالو  ځای په ځای کول د دویم ځل لپاره وځنډول شول

په انګلستان کې د ۵۰۰ تنو مجردو نارینه کډوالو لپاره چمتو شوې د بیبي سټاکهولم کښتۍ ته د لومړنۍ ډلې ۵۰ تنو کډوالو انتقال د دویم ځل لپاره وځنډول شو.

د انګلستان د رسنیو د خبر له مخې کښتۍ ته د ۵۰ تنو  نارينه کډوال انتقال  د ډورسټ او ويلټشاير اور وژنې ادارو د  کړنلارو له امله ځنډول شوي  دي.

د اور وژنې ادارو ویلي دي چې د نوموړې کښتۍ دهلیزونه ډیر تنګ دي او د کښتۍ په هغه برخه کې چې بندر ته نږدې شوې ده یواځې دوه د بیړني حالت د وتو دروازې لري چې دا کافي ندي. همداشان په کښتۍ کې په کافي توګه د ژغورنې واسکټونه هم شتون نلري. اور وژنې ادارو چې تیره اونۍ هم دې کښتۍ ته د کډوالو د انتقال بهیر ځنډولی وو د دویم ځل لپاره يي وځنډو.

د انګلستان  رسنیو ویلي لام هم ددې احتمال شتون لري چې نوموړي  کډوال دې کښتۍ ته انتقال شي.

د انګلستان د اور وژنې او ژغورنې د کارکوونکو ۱۰۵ کلنې صنفي اتحادیو ټولنې د ټویټر له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ″ احتمالي اورلګیدنه د حکومت برعکس تبعیض او توپیر نه کوي. ″ په یو داسې یوه کښتۍ او مکان کې چې د اور لګیدنې مسئله په سالمه توګه ارزول شوي نوي په ځانګړې توګه  بې دفاع کډوالو ځای په ځای کولو ته مجبورول هم د کډوالو او هم د اور وژنې د کارکوونکو د خوندیتوب په پام کې نه نیول او یو بې پروا اقدام دی.″

په بیان کې راغلي "هرڅوک حق لري چې په خوندي ځای کې ژوند وکړي." دا هم ټینګار شوی و چې په کښتۍ کې د مهاجرینو ځای پرځای کولو پلان نه د لاس په سر کیدو  لپاره د ټولو  غوښتنو  ملاتړ کوي.

انګلستان پریکړه کړې کړې چې په هیواد کې نږدې ۵۰ زره تنه ناقانونه کډوال په هغه پوځي تاسیساتو کې چې  نه کارول کیږي او کښتیو میشت کړي.

په داسې حال کې چې انګلستان  اوس مهال په هوټلونو کې د مهاجرینو کوربه توب کوي، اعلان وکړ چې د لوړ لګښت له امله یې کښتیو ته د کډوالو د انتقال پریکړه کړې ده. د بيبي سټاکهولم  کښتۍ بیا د لومړۍ کښتۍ په توګه په اجنډا کې ځای ونیو چې کډوال ورته انتقال کړي.



اړوند خبرونه