روسیه : اوکراین په مسکو کې پر ځینو تاسیساتو د پيلوته الوتکو سره برید کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې جګړه په کلاره کلاره د روسیې خاورې ته راګرځي او دا یو ناگزیر عمل دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې جګړه په کلاره کلاره د روسیې خاورې ته راګرځي او دا یو ناگزیر عمل دی.
زیلینسکي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي ویدیويي پيغام کې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ مه نیټه د روسیې لخوا پر اوکراین د برید نه وروسته د پيل شوې جګړې معلومات ورکړي دي.
زیلینسکي ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې "د روسیې یرغل د جګړې په ډګر کې سقوط کړی دی".
"نن د تش په نامه ځانګړو پوځي عملیاتو ۵۲۲مه ورځ ده، چې د روسیې اداره یې تمه درلوده چې یوه یا دوه اونۍ به دوام وکړي. اوکراین د هرې ورځې په تیریدو لا پیاوړی کیږي. جګړه په کلاره کلاره د روسیې خاورې، سمبولیک مرکزونو او پوځي اډو ته ستنیږي. دا یو ناگزیر، طبیعي او عادلانه پروسه ده."
د روسیې د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې پر مسکو پر بعضو تاسیساتو او بڼسټونو د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو د برید مخه ونیول شوه.
له بلې خوا د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د خپل ټولنیزه رسنۍ پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي چې د اوکراین له خوا د بې پیلوټه الوتکو پر مټ د برید هڅه شوې، او ددې بې پیلوټه الوتکو د راغورځېدو له امله په پلازمېنه مسکو کې ځینو برجونو ته زیان اوښتی اخو چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.