پولنډ د روسیې د اجیر ملیشه ځواکونو واګنر په اړه خبرداری ورکړ. "وضعیت نور هم خطرناک کیږي"
پولنډ : د واګنر اجیر ملیشه ځواکونه د پولنډ پولې ته رانږدې کیږي
پولنډ د روسیې د اجیر ملیشه ځواکونو واګنر په اړه خبرداری ورکړ. "وضعیت نور هم خطرناک کیږي"
د پولنډ لومړي وزیر ماتیس موراویکي وویل چې په بیلاروس کې د روسیې د خصوصي امنیتي شرکت د اجیر واګنر ډلې اړوند اجیر ملیشه ځواکونه د پولنډ پولې ته نږدې شوي دي. موراویکي وویل "اوس وضعیت نور هم خطرناک کیږي."
موراویکي په بیلاروس کې د واګنر ډلې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړ او خپله اندیښنه يي شریکه کړه.
لومړي وزیر موراویکي وویل چې د واګنر پورې اړوند له ۱۰۰ څخه ډیر اجیر ملیشه ځواکونه د روسیې کالینینګراد سیمې ته چې د لیتوانیا او پولنډ ترمینځ د بالتیک سمندر په ساحل کې موقعیت لري پرمختګ کوي.
"اوس وضعیت نور هم خطرناک دی." موراویکي وویل"دا په یقیني ډول د پولنډ په خاوره کې د هایبرډ بریدونو په لور یو ګام دی."
د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماریوز کامینسکي هم پرون اعلان وکړ چې د "واګنر په شمول د جدي پیښو" په صورت کې پولنډ، لیتوانیا او لاتویا کولی شي په ګډه له بیلاروس سره خپلې پولې وتړي.
د روسیې د خصوصي امنیتي کمپنۍ واګنر بنسټ ایښودونکي یوجیني پریګوجین د جون په میاشت کې له خپلو جنګیالیو سره د روسیې د ادارې پر ضد وسله وال بغاوت پیل کړ. پاڅون د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په مداخله پای ته ورسید.
وروسته له هغه چې د واګنر ډلې مشر پرګوجین بیلاروس ته لاړ، د بیلاروس ولسمشر
لوکاشینکو وړاندیز وکړ چې واګنر ډله دې په بیلاروس کې میشته شي . همداشان هغه وروسته یادونه وکړه چې د بیلاروس اردو کولی شي د واګنر جنګیالیو له تجربو څخه ګټه پورته کړي.
د واګنر بنسټ ایښودونکي، پریګوجین، د جولای په ۱۹ راپور ورکړ چې د هغه اجیر عسکر د بیلاروس خاورې ته رسیدلي دي.
پریګوجین، ژمنه وکړه چې د بیلاروس پوځ به "په نړۍ کې دوهم پوځ" جوړ کړي، او ویلي وو چې دوی به د اړتیا په صورت کې د بیلاروس تر څنګ ودریږي.
د پولنډ د ملي امنیت کمیټې چارواکي زیبیګنیو هوفمن د جولای په ۲۱ مه په یوه بیان کې وویل چې د دفاع وزارت د واګنر د شتون له امله د راپیدا شوي ګواښونو په ارزولو سره پریکړه وکړه چې سرتیري د بیلاروس پولو ته ولیږدوي.