اوکراین د روسیې پر پلازمینه مسکو د بې پیلوټه الوتکو سره برید کړی
اوکراین د روسیې په پلازمینه مسکو کې د دوو بې پیلوټه الوتکو پر برید کړی چې پکې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
اوکراین د روسیې په پلازمینه مسکو کې د دوو بې پیلوټه الوتکو پر برید کړی چې پکې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، دوو بې پیلوټه الوتکو پر ځايي وخت د سهار په څلورو بجو په مسکو برید وکړ.
هغه ویلي دي چې بې پیلوټه الوتکو دوه خالي ودانۍ په نښه کړي چې د همدې امله چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
د روسیې د دفاع وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د اوکراین لخوا ترسره شوي.
"د کیف د رژیم لخوا په ترسره شوي ترهګریز برید کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې."
له بلې خوا ویل شوي چې روسیې تیره شپه د اوکراین په اودیسا سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه بل برید کې د ډنیوب د بندر بنسټیز تاسیسات په نښه کړل او شپږ تنه یې ټپیان کړل.
د اوکراین د اودیسا د سیمې د پوځي ادارې مشر اولیګ کیپر په خپل ټولنیزه میډیا کې په یوه بیان کې ویلي چې روسي پوځیانو تېره شپه د اودیسا په سیمه کې یو بل برید کړی دی.
په بیان کې ویل شوي چې پدې برید کې د ډینیوب د بندر زیربنا په نښه شوي دي.
"روسانو د شهید بې پيلوټه الوتکو په مرسته څلور ساعته پر بندرونو برید وکړ. د روسیې اړوند ۳ بې پیلوټه الوتکې زمونږ د دفاعي ځواکونو لخوا په هوا کې وویشتل شوې او له منځه یوړل شوې.
کیپر د معلوماتو له مخې د بریدونو په پایله کې ۶ تنه ټپیان شوي. کیپر یادونه کړې چې پدې بریدونو کې د غلو څخه ډک یو هنګر ویجاړ شوی او د ذخیره کولو ټانکونه ویجاړ شوي.