د اندونیزیا د سولاویسی ټاپو ته څیرمه د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په اندونیزیا کې د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې ۱۵ تنه مړه او ۱۹ تنه نور لا درکه شوي دي
2015225
د اندونیزیا د سولاویسی ټاپو ته څیرمه د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې ادارې مشر محمد عرفه ویلي، دغه کښتۍ چې له لانټو کلي څخه د سولاویسی په سویل ختیځ کې د بوتون مرکزي سیمې د لاګیلي کلي ته روانه وه، د شپې د نیمايي نه وروسته ډوبه شوه.
عرفه ویلي، په نوموړې کښتۍ کې د خپل ظرفیت نه ډیر مساپر سپاره ول چې ډوبه شوې ده . پدې پیښه کې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د عرفې په خبره، تر اوسه پورې د ژغورنې ډلې یواځې ۶ تنه ژغورلي او د ۱۹ تنو لا درکه شوو کسانو د لټون چارې دوام لري.