انګلستان د بهرنیو چارو وزیر: مونږ هیله مند یو چې تورکیه به روسیه د مذاکراتو میز ته راستون کړي

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي، دوی هیله من دي چې تورکیه کولای شي روسیه ، چې د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون یې لغوه کړی، بېرته د د مذاکراتو په میز کینوي.

2013904
انګلستان د بهرنیو چارو وزیر: مونږ هیله مند یو چې تورکیه به روسیه د مذاکراتو میز ته راستون کړي

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي، دوی هیله من دي چې تورکیه کولای شي روسیه ، چې د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون یې لغوه کړی، بېرته د د مذاکراتو په میز کینوي.

جیمز کلیورلي، انادولو اژانس ته په خپله ارزونه کې، د غلو له تړون څخه د مسکو د وتلو په اړه وویل ، "زه واقعیا هیله لرم چې ولسمشر (رجب طیب اردوغان) به د تور سمندرګي د غلو د تړون  چې له لوږې ژغوري او په نړۍوالو بازارونو کې د غلو د بیو د لوړیدو په مخنیوي  کې ډیر مهم رول لري  ډیر مهم او اغیزمن رول ولوبوي. روسیه به بیرته د مذاکراتو میز ته راستون کړي.

جیمز ټینګار وکړ چې اردوغان د نړۍ د ډیرو خلکو په استازیتوب د ملګرو ملتونو سره د غلې دانې د تړون په جوړولو کې خورا مهم کار کړی دی.

هغه روسیه په نړۍ کې د لوږې نه د خپلو سیاسي ګټو لپاره په کار اخیستو تورنه کړه او زیاته کړه  ، " توپ په لویه کچه د روسیې په میدان  کې دی او موږ دوی ته بلنه ورکوو چې په دې نوښت کې ګډون وکړي."

همداشان د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د انګلستان په رسنیو  کې د هغه خبرونو په اړه  چې انګلستان غواړي د کډوالو او پناه غوښتونکو د بهیر د کنټرول لپاره د تورکیې سره یو تړون لاسلیک کړي، وویل ،"ما په دې مسله د تورکیې د بهرنیو چارو له وزیر (هاکان فیدان) سره خبرې وکړې او (د بریتانیا لومړي وزیر) ریشي سناک هم له ولسمشر اردوغان سره لیدنه کړې. موږ به د دې مسلې د حل په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړو، ځکه چې یوه عمومي  ستونزه ده."

هغه د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې  دوی پدې حقیقت ډیر ښه خبر دي چې تورکیه د ډیرو  زیاتو کډوالو کوربه توب کوي او په دې برخه کې ډیر "سخاوتمندانه" چلند کوي. "دا یوه ګډه ستونزه ده چې ډیری هیوادونه ورسره مخ دي، د دې ستونزې د نړیوال ماهیت له امله، هیڅ هیواد نشي کولی دا ستونزه په یوازې ځان حل کړي."



اړوند خبرونه