په کریمیا کې د ډزو په پولیګون کې د اور لګېدنې له امله له ۴ کلیو څخه تر ۲۰۰۰ ډېر کسان تخلیه شوي دي.
اوکراین استخباراتو رئیس : د روسیې تر اشغال لاندې په کریمیا کې ځانګړي عملیات ترسره کړي
![په کریمیا کې د ډزو په پولیګون کې د اور لګېدنې له امله له ۴ کلیو څخه تر ۲۰۰۰ ډېر کسان تخلیه شوي دي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8110/d443/d96b/64b7a7158c702.jpg?time=1718999741)
په کریمیا کې د ډزو په پولیګون کې د اور لګېدنې له امله له ۴ کلیو څخه تر ۲۰۰۰ ډېر کسان تخلیه شوي دي.
د کریمیا لپاره د روسیې لخوا نومول شوي والي سرګي اکسینوف په خپله ټولنیزه رسنۍ پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې ویلي چې اورلګېدنه د کیروف په سیمه کې د ناڅرګند لامل له امله رامنځ ته شوې ده.
اکسینوف ویلي دي چې پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی او زیاته کړې ده چې د تاوریدا لویه لاره د اور له امله تړل شوې وه.
د روسي رسنیو د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، د اور لګېدنې له امله د کرینیچکي، آیوازوسکوای، ابریکوسوکا او پریوتنوای په کلیو کې ۲۲۲۵ تنه نورو سیمو ته کډه شوي دي.په ټولنیزو رسنیو کې کې ادعا شوې چې اورلګېدنه په پولیګون کې د مهماتو په ډیپو کې پیل شوې ده.
د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو د ادارې مشر کریل بودانوف د روسیې له خوا د الحاق شوې کریمیا په سیمه کې په پولیګون کې د اورلګیدنې په اړه ویلي دي چې
" د روسیې لخوا په اشغال شوي کریمیا کې بریالي عملیات ترسره شول."
بودانوف د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي پیغام کې په پولیګون کې د اورلګیدنې یو انځور هم خپور کړی دی او ویلي دي چې "دښمن د زیان اندازه او د تلفاتو شمیر پټوي."
بودانوف وویل چې دغه عملیات د استخباراتو او اوکراین د پوځ د ګډ کار په پایله کې ترسره شوي دي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718999742)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.