د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کریمیا پر پل د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

پوتین : د کریمیا پر پل د برید ځواب به ډیر سخت وي

2012821
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کریمیا پر پل د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کریمیا پر پل د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې دوی به د کریمیا پر پله د برید ځواب ډیر سخت ورکړي.

پوتین د دغه پله د برید په اړه له حکومتي چارواکو سره غونډه وکړه.

پوتین په ټینګار سره وویل چې دا برید د اوکراین لخوا تنظیم شوی و.

"دا د کییف د رژیم یو بل ترهګریز برید دی. له دې امله چې د کریمیا پل د پوځي بار وړلو لپاره نه کارول کیږي، دا وحشیانه برید چې بې ګناه ملکي وګړي یې وژلي او بل دا چې دا پل د دوی لپاره هیڅ نظامي اهمیت نلري."

پوتین دې ته په اشارې سره چې روسیه به د برید ځواب ورکړي، وویل: "البته د روسیې له خوا به سخت ځواب ورکړل شي، د دفاع وزارت مناسب وړاندیزونه چمتو کوي."

د روسیې د تروریزم ضد ملي کمیټې خبر ورکړی چې د کریمیا پر پل د دوو اوکرایني ډرون کښتیو پرمټ  برید شوی دی.

د برید له امله پل د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوی دی.

د ویلو ده چې روسیې کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې په غیرې قانوني توګه د خپلې خاورې سره یو ځای کړ.



اړوند خبرونه