د کریمیا په پل د برید له امله پل د ټرافیک پر مخ تړل شوی دی
روسیې د تروریزم ضد ملي کمیټې اعلان وکړ چې د اوکراین د ځواکونو لخوا د بې پیلوټه سمندري کښتۍ په واسطه د کریمیا په پل باندې "ترهګریز برید" شوی.
روسیې د تروریزم ضد ملي کمیټې اعلان وکړ چې د اوکراین د ځواکونو لخوا د بې پیلوټه سمندري کښتۍ په واسطه د کریمیا په پل باندې "ترهګریز برید" شوی.
د کمیټې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د کریمیا په پله برید په ځايي وخت د سهار په ۳ بجو او ۵ دقیقو شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې برید د اوکراین د ځانګړو ځواکونو له خوا شوی او په برید کې له ۲ بې پیلوټه سمندري کښتیو نه کار اخیستل شوی دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا برید یو "ترهګریز برید" بلل شوی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريد له امله د پله د لویې لارې برخه زيانمنه شوې او په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوى دى.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم د خپلې ټولنیزې مډیا له لارې اعلان کړی چې د کریمیا په پول باندې برید د اوکراین له خوا شوی دی.
زهرووا څرګنده کړه «د کیف رژیم یو ترهګر رژیم دی او د نړیوال سازمان شوي جرمونو د سازمانولو ټولې ځانګړتیاوې لري. تصمیمونه د اوکرایني چارواکو او پوځ له خوا د امریکايي او برتانوي استخباراتو او سیاستوالو په ګډون سره نیول کیږي. د تروریستي دولتونو د جوړښت په سر کې امریکا او انګلستان شتون لري.»
د کریمیا لپاره د روسیې لخوا نومول شوي والي سرګي اکسینوف ویلي چې د کریمیا په پل کې بیړني حالت شتون لري او له همدې امله پل د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوی و.
د RBK- اوکراین خبري ویب پاڼې د اوکراین امنیتي سرویس له قوله راپور ورکړی چې د کریمیا په پل باندې برید شوی، او دا برید د اوکراین امنیتي سرویس او سمندري ځواکونو لخوا پلان شوې وو او دا برید د ډرون سمندري کښتیو په مرسته ترسره شوې.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.