د امریکا د واشنګټن د بالتیمور ښاروالیو د تورکیې د جولای ۱۵مه ډیموکراسۍ ورځ په رسمیت وپیژندله
په امریکا متحده ایالتونو کې د پلازمینې واشنګټن ډي سي ښاروالۍ او ماریلنډ ایالت اړوند د بالتیمور ښار ښاروالۍ د تورکیې د جولای ۱۵ د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ په رسمیت وپیژندله.
په امریکا متحده ایالتونو کې د پلازمینې واشنګټن ډي سي ښاروالۍ او ماریلنډ ایالت اړوند د بالتیمور ښار ښاروالۍ د تورکیې د جولای ۱۵ د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ په رسمیت وپیژندله.
د تورك امرېكن د سوق كمېټې (TASC) لخوا په خپره شوې بيانيه كې ویل شوي دي
د تورك امرېكن د سوق كمېټې د په نوښت سره د واشنګټن ډي سي ښاروال موریل بووسر د جولای ۱۵ د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ ولمانځله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاروال بووسر د جولای ۱۵مه د ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ د په رسمیت پیژندولو په اړه د جولای د ۱۵مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي د ورځ د ۷ مې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړه.
بووسو په خپره کړې اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ،
"زه هغو زړورو خلکو ته درناوی وړاندې کوم چې د ډیموکراسۍ لپاره یې خپل ژوند فدا کړی دی.
له بلې خواد میریلینډ ایالت اړوند د بالتیمور ښاروالۍ شورا هم د جولای ۱۵ د تورکیې ډیموکراسۍ او ملي یووالي ورځ په توګه په رسمیت وپیژندله. د بالتیمور ښاروالۍ شورا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې "موږ د تورکیې د خلکو د مقاومت، زړورتیا او د ملي یووالي نه د دفاع ستاینه کوو."
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول