پوتین : په ناټو کې د اوکراین احتمالي غړیتوب به ددې هیواد د امنیت لپاره هیڅ کومه ګټه ونکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به د دغه هیواد امنیت زیات نه کړي.

2011147
پوتین : په ناټو کې د اوکراین احتمالي غړیتوب به ددې هیواد د امنیت لپاره هیڅ کومه ګټه ونکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به د دغه هیواد امنیت زیات نه کړي.

پوتین د روسیې دولتي چینل روسیا ۲۴ ته په یوه وینا کې ټینګار وکړ چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو  ورکولو زیانونه اړولي، خو د جګړې په سیمه کې یې جدي بدلون نه دی راوستی.

" بهرنیو ټانکونو او د پیاده جنګي وسایطو هم د اوکراین لپاره کومه لاسته راوړنه نده کړې . د تیرې شپې راهیسې، موږ یوازې د جولای له۴ راهیسې ۳۱۱ ټانکونه له منځه وړي،  زما په اند لږ تر لږه دریمه برخه يي لویدیځ کې جوړ شوي ټانکونه دي په شمول د لیوپارډ ټانکونو.

پوتین ټینګار وکړ چې د وسلو نوې لېږد به یوازې د اوکراین وضعیت لا پسې خراب کړي او جګړه به لا پسې پراخه کړي.

پوتین په دې خبرې ټینګار وکړ چې په ناټو کې د اوکراین احتمالي غړیتوب به د روسیې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

"زه باوري یم چې (په ناټو کې ګډون) به د اوکراین امنیت زیات نه کړي او نړۍ به په ټولیزه توګه نوره هم زیانمنه کړي او په نړیوال ډګر کې به د اضافي تاو تریخوالي لامل شي."

پوتین د دې په بیانولو سره چې اوکراین حق لري خپل امنیت تامین کړي، وویل "یوازې یو محدودیت شتون لري. په داسې حال کې چې د یوه هېواد امنیت تامینېږي، د بل هېواد امنیت باید له ګواښ سره مخ نه شي.»

د روسیې مشر د اوکراین د غلو د صادراتو د تضمین لپاره لاسلیک شوی د غلې دانې تړون  ته په اشارې سره وویل چې ددې تړون  شرایط نه دي پلي شوي.

"که چیري څوک دا خبره تکراروي چې موږ سره شوې ټولې ژمنې به عملي کشي، مونږ به هغوې ته دا اجازه ورکړو. لومړی دې ژمني  عملي کړي  او بیا به موږ به سمدلاسه په دې تړون کې شامل شو. که چیرې لومړی د تمدید او بیا د ژمنو د پوره کولو وړاندیز وشي  دا  د روسیې لپاره مناسب نه دی.»

پوتین وویل چې تر اوسه یې هغه لیک نه دی لیدلی چې د ملګرو ملتونو له خوا روسیې ته استول شوی، دا چې تړون ته لا څو ورځې پاتې دي ، دوی به غور وکړي چې څه وکړي.


 
 


اړوند خبرونه