د یونان په ساحل کې د ډوپې شوې کډوالو کښتۍ په اړه نوې ادعا رامنځته شوې

یونان یو څه موده مخکې ددې هیواد په سواحلو کې په دوبه شوې د کډوالو کښتۍ په پیښه کې د خپل رول د پټولو په خاطر پر کډوالو چپه خوله پاتې کیدو په خاطر فشار راوړی دی

2011288
د یونان په ساحل کې د ډوپې شوې کډوالو کښتۍ په اړه نوې ادعا رامنځته شوې

داسې ادعاء شوې چې د یونان ساحلي  ګارډ ځواکونو د مورا په ټاپو کې رامنځته شوې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې ژوندي  ژغورل شوو کډوالو ته ویلي دي چې ددې پیښې په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړي. ویل کیږي  یوناني  ځواکونو پدې پيښه کې د یوناني  چارواکیو د رول د پټولو هڅه کړې ده .

بي بي سي راپور ورکړی چې ددې پیښې نه ژوندي  ژغورل شوو کسانو ویلي چې کښتۍ هغه مهال ډوبه شوه چې د یونان د ساحلي ګارد ځواکونو لخوا کښتۍ د کیبلونو په وسیله وچې ته د راښکدولو هڅه کیده. همداشان پدې پیښه کې ژوندي  ژغورل شوو کسانو ته ویل شوي  وو چې د پیښې په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړي  او چپه خوله پاتې شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د یونان د ساحل ګارډ ټیمونو په مهاجرینو فشار راوړی چې په کښتۍ کې سپاره ۹  تنه  مصري د انسان قاچاق وړونکي تشخیص کړي.

د کالاماتا څارنوال او تحقیقاتي قاضي د جون په ۲۰ مه د هغو ۹ مصریانو د نیولو امر وکړ چې له کښتۍ څخه تښتیدلي وو او د مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

د جون د میاشتې په ۱۴ نیټه د یونان د مورا ټاپو اړوند ناوارین  څخه ۴۷ سمندري میله لرې په نړیوالو اوبو کې د کب نیونکو یوه کښتۍ ډوبه شوه . ژغورونکو پدې پیښه کې د ۸۶ تنو مړي  وموندل او  ۱۰۴ تنه  ژوندي  وژغورل شوي . همداشان د پیښې ژوندي  ژغورل شوي  کډوال کالاماتا بندر ته وړل شوي وو

تلیفون زنګ ملکي ټولنې په وینا پدې کښتۍ کې شاوخوا ۷۰۰  کسانو شتون درلود .

 یوناني مطبوعاتو هم پدې پیښه کې د یونان د ساحلي ګارډ ځواکونو د غفلت کولو ادعا کړې وه.

د یونان د حکومت د مخالف ائتلاف مشر الکسیس چیپراس ددې پیښې نه وروسته  د کالاماتا بندر څخه لیدنه وکړه. هغه وویل چې د ژغورل شوو کډوالو سره په لیدنه کې کډوالو ورته ویلي دي چې یوناني ځواکونو دا کښتۍ د ایټالیا د اوبو پر لورې د ټیل وهلو هڅه کوله.



اړوند خبرونه