روسیې دفاع وزارت ویاند په روانه جګړه کې د اوکراین زیانونو په اړه معلومات ورکړل
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی چې په اوکراین کې هغه ځایونه چې بهر نه راغلي زغره وال ګاډي په کې زیرمه شوي وو، د لوړ حساسیت لرونکو او دقیقو توغندیو سره په نښه شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی چې په اوکراین کې هغه ځایونه چې بهر نه راغلي زغره وال ګاډي په کې زیرمه شوي وو، د لوړ حساسیت لرونکو او دقیقو توغندیو سره په نښه شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف په پلازمېنه مسکو کې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د روسیې د پوځ د فعالیتونو په اړه څرګندونې وکړې.
کوناشینکوف وویل، د روسیې پوځي ځواکونه په اوکراین کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
"د روسیې وسله والو ځواکونو د سمندر څخه د اوږد واټن لوړ حساسیت لرونکو دقیقو توغندیو سره په هغو زیرمو چې د بهر نه راغلي زغروال ګاډي پکې زیرمه شوي وو بریدونه کړي دي. همداشان په هغه مرکزونو هم پراخه بریدونه کړي دي چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو سرتیري او بهرني اجیر سرتیري پکې په موقتي توګه ځای پرځای شوي وو "
کوناشینکوف ادعا کړې چې په برید کې ټول مشخص شوي هدفونه له منځه وړل شوي دي.
کوناشینکوف ټینګار کړی دی چې اوکرایني ځواکونو د ستراتیژیک پلوه د سترې ماتې سره مخامخ دي.
همداشان هغه د اوکرایني ځواکونو زیانونو په اړه هم لنډ معلومات ورکړل. هغه وویل چې تر اوسه پورې د اوکراین د پوځ اړوند ۴۵۱ الوتکې، ۲۴۱ چورلکې، ۴۹۰۸ بې پیلوټه الوتکې، ۴۲۶ د هوايي دفاعي توغندیو سیستم، ۱۰۵۴۷ ټانکونه او زغره وال ګاډي، ۱۱۳۵ ملټي بیرل راکټ لانچرونه، ۵۳۵۶ اوبوس توپونه او هاوانونه، ۴۶۸ توغنديو سیتسمونه له منځه وړي دي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.