لوکاشینکو: د مسلمانانو پر سپیڅلي‌ کتاب برید ستر حماقت دی

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اړه  وویل چې  د مسلمانانو سره دښمني‌ او بریدونه ستر  حماقت دی.

2008250
لوکاشینکو: د مسلمانانو پر سپیڅلي‌ کتاب برید ستر حماقت دی

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اړه  وویل چې  د مسلمانانو سره دښمني‌ او بریدونه ستر  حماقت دی.

لوکاشینکو په پلازمینه مینسک کې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د عراقي الاصله سلوان مومیکا لخوا د قران کریم سوځولو ته په اشارې سره دا څرګندونې وکړې.

"د مسلمانانو پر وړاندې بریدونه او تیری حماقت دی. ایا د چارواکیو تر حمایت او څارنې لاندې دا ډول بریدونو ته  کومه اړتیا شتون لري؟ نه په هیڅډول نه . هغوې کولی شو چې ددې برید مخه ونیسي. خو هغوې دا کار قانوني‌ بولي . زما په اند داسو مسئلو او ستونزو ته لمن وهل چې کیدای شي‌ د کورنۍ جګړې لامل وګرځي هیڅ اړتیا نشته.



اړوند خبرونه