د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسانو په زرګونو اوکرایني ماشومان تښتولي دي.

زیلینسکي‌ : روسېې زمونږ په زرګونو ماشومان تښتولي دي.

2008373
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسانو په زرګونو اوکرایني ماشومان تښتولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، روسانو په زرګونو اوکرایني ماشومان تښتولي دي.

زیلینسکي د بلغاریا په پلازمینه صوفیا کې له لومړي‌ وزیر نیکولای ډینکوف، د بهرنیو چارو له وزیرې ماریا ګابریل او نورو حکومتي غړو سره وکتل .

زیلینسکي د بلغاریا د لومړي‌ وزیر سره د لیدنې نه وروسته خبري‌ غونډې ته وویل  چې روسیې د اوکراین د خلکو په وړاندې "نسل وژنه" کړې ده.

زیلینسکي وویل، چې روسیې د اوکراین ماشومان تښتولي دي.

"موږ نه پوهیږو چې زموږ د ۲۰۰ زره تنه  تښتول شوي ماشومان چیرته دی."

ولادیمیر زیلینسکي د بلغاریا د پارلمان د پریکړې په چوکاټ کې د اوکراین لپاره د نظامي - تخنیکي مرستو کڅوړې ته په اشارې سره وویل ،

"موږ د برید په اړه خبرې نه کوو، موږ د خپل ځان نه د دفاع په اړه خبرې کوو، موږ د ډله ایزو وژنو په وړاندې د دفاع په اړه خبرې کوو چې زموږ ماشومان هم په نښه کوي. مونږ توپونه د برید لپاره نه، بلکې د دښمن د بریدونو د  مخنیوي لپاره کاروو."  روسان زمونږ  په ملکي خلکو ډزې کوي. روسیې نن د ناټو د غړي‌ هیواد پولنډ پولې سره پروت زمونږ د لفیف پر ښار بریدونه وکړل او ملکي‌ وګړي‌ ووژل. هرڅوک د ځان د دفاع حق لري."



اړوند خبرونه