اروپايي ټولنه : د اسرائیلي‌ ځواکونو د بریدونو په اړه ډیر اندیښمن یو

اروپايي ټولنې  د اسرائیلو لخوا د اشغال لاندې د جنین پر ښار پدې وروستیو کې تر ټولو د سترو هوايي بریدونو چې په نتیجه کې ملکي‌ وګړو ته درانده زیانونو اوښتي‌ دي د تاوتریخوالي‌ د کچې د لوړیدو په اړه  ژوره اندیښنه وښوده.

2007180
اروپايي ټولنه : د اسرائیلي‌ ځواکونو د بریدونو په اړه ډیر اندیښمن یو

اروپايي ټولنې  د اسرائیلو لخوا د اشغال لاندې د جنین پر ښار پدې وروستیو کې تر ټولو د سترو هوايي بریدونو چې په نتیجه کې ملکي‌ وګړو ته درانده زیانونو اوښتي‌ دي د تاوتریخوالي‌ د کچې د لوړیدو په اړه  ژوره اندیښنه وښوده.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي تګلارې عالي استازې جوزپ بوریل له دفتر څخه د اشغال شوې لویدیځې غاړې په جینین ښار کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په اړه یوه بیان خپور شوی دی.

په بیان کې ويل شوي چې د اسرائيلو پوځي عمليات چې په وروستيو کلونو کې په جنين ښار کې د وسله والو پر ضد تر ټولو ستر هوايي بريدونه وو، له امله يي لږ تر لږه لس فلسطينيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

همداشان په بیان کې تیره ورځ  په تل ابیب کې ترسره شوي‌  ترهګریز برید نه هم یادونه شوې ده . د برید په اړه ویل شوي‌ دي‌ چې " موږ ټول ترهګریز بریدونه غندو. موږ غوښتنه کوو چې  فلسطیني اداره د موجوده تړونونو سره سم په A سیمه کې د امنیت د بیرته ټینګولو په خاطر لا پسې ځواکمنه او پیاوړې شي. موږ په اسرائیلو غږ کوو چې د نړیوالو تړونونو له مخې خپلو مکلفیتونو ته درناوی وکړي، او د فلسطین څخه له اسرائیلو سر د  امنیتي همغږۍ ته دوام ورکولو غوښتنه کوو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دوامدار امنیت یوازې د سیاسي حل له لارې  له لارې ترلاسه کیدی شي چې فلسطینیان او اسراییلیان په سوله، وقار او سوکالۍ کې ژوند وکړي. همداشان  ټینګار شوی چې اروپايي ټولنه د سولې لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ ته چمتو ده.

اسرائيلي پوځ د جولای په درېيمه شپه د جنين ښار او د جينين د کډوالو پر کمپ چاپه ووهله او سيمه يې کلابنده کړه. د جنین په ښار او د جنین د کډوالو په کمپ کې د دوو ورځو راهیسې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د هوا او ځمکې څخه په ترسره شوو بریدونو کې ۱۲ تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه