زیلینسکي : د کریمیا پرته د اوکراین په اړه فکر کولی نشو
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د دوی وروستۍ موخه له روسیې سره د الحاق شوې کریمیا ازادول دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د دوی وروستۍ موخه له روسیې سره د الحاق شوې کریمیا ازادول دي.
"موږ له کریمیا پرته د اوکراین تصور نشو کولی."
زیلینسکي له CNN سره په یوه مرکه کې، ویلي چې دوی هڅه کوي د اوکراین په سویل او ختیځ کې خپله خاوره بیرته ونیسي، او د دوی وروستی هدف د "کریمیا" ژغورل دي، چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د خپلې خاورې سره یو ځای شوی دی.
زیلینسکي په دې خبره په ټینګار سره چې د کیف هڅې د اوکراین په جنوب او ختیځ کې د ځمکو پر بېرته نیولو متمرکزې دي.:
"موږ له کریمیا پرته د اوکراین تصور نه شو کولی. کله چې کریمیا د روسیې تر اشغال لاندې وي، دا یوازې یو شی معنی لري: جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې."
د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د کریمیا پرته په کوم حالت کې سوله ممکنه ده، زیلینسکي ځواب ورکړ:
"بیا به هیڅ بریا نه وي." ځواب یې ورکړ.
د اوکراین ولسمشر دا ادعا هم وکړه چې د تیرې میاشتې د واګنر بغاوت ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځواب "کمزور" و او هغه د خپلو خلکو کنټرول له لاسه ورکړ.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا چې له اوکراین سره یې اختلاف درلود، الحاق کړ او واګنر چې د روسیې په خاوره کې یې د کریمیا د شاملولو دنده درلوده، په دې ګام سره یې په ټوله نړۍ کې خپل نوم وپېژندل.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.