پوتین : د روسیې پر خلاف یوه ډیره بې رحمانه او بې انډوله جګړه روانه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې بهرنيو قدرتونو د روسیې پر وړاندې یوه ډیره بې رحمانه سیاسي او بې انډوله  جګړه روانه کړې ده  او په بې ساري پیمانه غیر قانوني بندیزونه لګولي‌ دي.

2006959
پوتین : د روسیې پر خلاف یوه ډیره بې رحمانه او بې انډوله جګړه روانه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې بهرنيو قدرتونو د روسیې پر وړاندې یوه ډیره بې رحمانه سیاسي او بې انډوله  جګړه روانه کړې ده  او په بې ساري پیمانه غیر قانوني بندیزونه لګولي‌ دي.

پوتین د ویډیو کنفرانس له لارې د هند په کوربه توب د شانګهای د همکارۍ سازمان  غونډې ته وینا وکړه.

هغه د دې خبرې په ټینګار سره چې په نړۍ کې جیو پولیټیکل تضادونه په شدت سره مخ په زیاتیدو دي، د نړیوال امنیت سیسټم د خرابیدو په حال کې دی، په پرمختللو هیوادونو کې د غیر کنټرول شوي پورونو د راټولولو له امله د نړیوال اقتصادي او مالي بحران خطرونه، ټولنیز جوړښت او فقر زیات شوی، د خوړو او چاپیریال امنیت خراب شوی، دا ټولې ستونزې د دې لامل شوي چې د جګړې احتمال د پام وړ زیات شي. روسیه دا ټول په مستقیم ډول په خپل ځان احساسوي."

ولادیمیر پوتین د دې په بیانولو سره چې بهرني قدرتونه له ډیرې مودې راهیسې په ګاونډي هیواد اوکراین کې د "روسیې ضد" دولت پروژه پلي کوي.

"دا ټول د دې لپاره شوي چې د روسیې امنیت له خطر سره مخامخ کړي او د هغې د پرمختګ مخه ونیسي. د روسیې پر ضد یوه ډیره بې رحمانه او نا انډوله جګړه روانه ده. په بې ساري پیمانه پر روسیې غیر قانوني بندیزونه لګول شوي. روسیه په ډاډه زړه مقاومت کوي او د بهرنیو فشارونو، بندیزونو او پارونو په وړاندې مقاومت کوي‌ او مقامت ته به دوام ورکړي."

پوتین وویل چې روسیه په ثابته توګه پرمختګ ته دوام ورکوي، د روسیې خلک د پخوا په څیر متحد دي، دا په ګوته کوي چې سیاسي حلقې او ټولنه د (واګنر د تیرې میاشتې) د بغاوت په وړاندې متحد دي.

پوتین د روسیې له ادارې سره د شانګهای همکارۍ سازمان د ملاتړ له امله مننه وکړه، پوتین یادونه وکړه چې دوی د شانګهای سازمان له غړو سره د اړیکو لا ژورول غواړي.



اړوند خبرونه