ماکرون حکومت ته لارښوونه وکړه چې د نظم د بیرته راوستلو لپاره هرڅه چې لازم وي هغه وکړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون حکومت ته لارښوونه وکړه چې د نظم د بیرته راوستلو لپاره هرڅه چې لازم وي هغه وکړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون حکومت ته لارښوونه وکړه چې د نظم د بیرته راوستلو لپاره هرڅه چې لازم وي هغه وکړي.
په دغه هېواد کې د پوليسو له خوا په خټه الجزايري د يو تنکي ځوان تر وژل کېدو وروسته پيل شوي لاريونونه دوام لري.
ایمانویل ماکرون د هیواد د وضعیت په اړه د خبرو اترو لپاره په ایلیسی ماڼۍ کې د لومړي وزیر الیزابت بورن او د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین سره وکتل.
ماکرون پدې لیدنه کې وزیرانو ته لارښوونه وکړه چې په هیواد کې د نظم او آرامۍ د راستنولو لپاره هر څه چې لازم وکړي هغه وکړي. ماکرون له دوی وغوښتل چې په فرانسه کې د روانو پیښو په اړه لا په ښه توګه د ځان پوه کولو لپاره اوږدمهاله مطالعه پیل کړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین د ټویټر له لارې په خپور کړي پيغام کې په سینټ ډینس په ښار کې د لاریون کوونکو لخوا یو زیات شمیر موټرو او سیمو ته د اور اچولو نه وروسته د نوموړي اور د مړولو پر مهال ژوند د لاسه ورکړي د اطفایې کارکوونکي کورنۍ او خپلوانو سره همدردي او خواخوږي وښوده. هغه د اطفایې سرتیري کورنۍ او خپلوانو ته تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د شپې په مظاهرو کې ۳ تنه پولیس افسران او جندر ټپیان شوي دي.
د نیويي سور مارن په ښار کې پولیسو د مظاهره چیانو په وړاندې د اوښکې بهونکي ګاز نه کار اخیستی دی.
د ویلو ده چې په فرانسه کې د جون په ۲۷ مه نیټه د پيل شوو مظاهرو نه راپدیخوا څه باندې ۳۰۰۰ تنه مظاهره کوونکي نیول شوي دي.
پداسې حال چې په ټول هیواد کې پیښې دوام لري، د فرانسې د پولیسو لخوا د وژل شوي په خټه الجزایري ځوان نایل انا نادیه، د تلویزیون له لارې په مظاهره کوونکو د سکونت او ارامۍ غږ وکړ.
د فرانسې پولیسو د جون په ۲۷ مه په نانترې ښار کې پر یوه موټر ډزې وکړې چې له امله یې ۱۷ کلن چلوونکی نیل ایم ووژل شو.
دې پيښې په ټول هیواد کې د خلکو په ځانګړې توګه د الجزایریانو سخت غبرګون راوپارو.
هغه پوليس افسر چې دغه ځوان يې وژلى و، له دندې ګوښه او محاکمې ته سپارل شوی دی.
برسېره پردې، د پاریس، مارسیل او لیون په شمول په ډیرو ښارونو کې د لاریونونو په ترڅ کې لوټ او تالان ترسره شوی،. په لسو ښارونو کې د ځایی وخت د ماسخوتن د ۹ بجو نه بندیز اعلان شو.