په کینیا کې د یوې ټرافیکي‌ پيښې په نتیجه کې ستر قتل عام رامنځته شو.

په کینیا کې د ټرافیکې پيښې له امله نږدې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

2005627
په کینیا کې د یوې ټرافیکي‌ پيښې په نتیجه کې ستر قتل عام رامنځته شو.

  په کینیا کې د یوې ټرافیکي‌ پيښې په نتیجه کې ستر قتل عام رامنځته شو.

 پولیسو او عیني شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې  پرون د جمعې په ماښام  ساعتونو کې د کینیا په لودیځ کې د لودیاني په ښار کې په یوه ترافیکي پیښه کې لږ تر لږه ۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

د پولیسو په وینا دا پيښه هله رامنځته شوه  چې یوه باروړونکي کانتینر لارۍ له سړک څخه واوښته او په څو موټرې او موټرسایکلې يي لاندې کړې.

ویل کیږي‌ پدې پيښه کې یو زیات شمیر موټرې او موټرسایکلې د کانټینر لارۍ لاندې شوي‌ دي.

 د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ټام اوډیرا وویل چې د جمعې په ماښام په رامنځته شوې پيښه کې  د مړو شمیره ۴۸ تنو  ته ورسیده.

د پیټر اوټینو په نامه یو موټر چلوونکي وویل "ما یو ګړندی ټریلر ولید چې ډیر په سرعت راراون دی او ما ترینه ځان بچ کړ. زما شاته یو بل موټر ولاړ وو ، هغه فکر کولو چې څه د څه اخیستو په موخه ولاړ یم، هغه زما نه تیر شو ، خو کله چې تیر شو لارۍ راغله او هغه يي وواهه . همداشان نورې موټرې يي هم لاندې کړې". نوموړي‌ زیاته کړه چې تر شلو پورې جسدونه خو ما پخپلو سترګو ولیدل. د کينيا سره صليب وويل چې لارۍ له شپږو څخه زيات موټرونه او ګڼشمیر موټرسایکلې او پلي‌ خلک لاندې کړي‌ دي. سره صليب ویلي‌ چې دي‌ چې ددې پیښه کې تر شلو ډیر کسان چې ټپیان شوي‌ وو ځايي روغتونونو ته وړل شوي دي.

د کینیا ولسمشر ویلیم روټو په یوه ټویټ کې لیکلي چې په لونډاني کې په یوه وحشتناکه ترافیکي پیښه کې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.

د ویلو ده چې دا پیښه  په وروستیو کلونو کې د کینیا په سړکونو کې ترټولو وژونکې پیښه ده. تیر کال په مرکزي کینیا یو بس د پل څخه لاندې د غورځیدو په پيښه کې ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه