پوتین . د واګنر جنګیاالیو څخه ملي دفاع وزارت ته د یو ځای کیدو غوشتنه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر اجیر پوځیانو ته درې انتخابه وړاندې کړل.

2004618
پوتین . د واګنر جنګیاالیو څخه ملي دفاع وزارت ته د یو ځای کیدو غوشتنه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر اجیر پوځیانو ته درې انتخابه وړاندې کړل. پوتین د واګنر وسله والو ته وویل چې  یا د روسیې له دفاع وزارت سره یو تړون لاسلیک کړۍ، یا  استعفا وکړۍ  او یا بیلاروس ته ولاړ شي او هلته میشت شۍ.

د روسیې د امنیتي شرکت واګنر د بنسټ ایښودونکي یوګیني پریګوژین له لخوا د دولت پر خلاف د بغاوت او پاڅون وروسته، پوتین یو ځل ملت ته په خطاب کې وینا وکړه.

پوتین د واګنر له کړنو وروسته د خلکو لخوا د دولت سره  د پیوستون او وطنپالنې له امله مننه وکړه، او زیاته کړه ، "دې مدني پیوستون وښوده چې هر ډول تورونه، د مدني ناکرارۍ د رامنځته کولو لپاره هر ډول هڅې د ناکامۍ سره مخ دي.".

پوتين د دې خبرې په ټينګار سره چې  له پیښو د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د اساسي قانون د حکم او د اتباعو د ژوند او مصوونيت د ساتنې په خاطر د رامنځته شوي ګواښ د له منځه وړلو لپاره سمدستي ټول لازم تصميمونه ونيول شول،. هغه وويل چې وسله وال بغاوت په هر حالت کې وځپل شو.

"موږ پوهیږو او پوهیږو چې د واګنر ډلې ډیری جنګیالي او قوماندانان هم د روسیې هیوادپالان وو چې خپلو خلکو او دولت ته وفادار وو." پوتین دې ته په اشارې سره وویل،  چې له دغو کسانو کار اخیستل کېږي.

له همدې امله، ولادیمیر پوتین یادونه وکړه چې د پیښې له پیل څخه د هغه د مستقیم لارښوونې سره سم د وینې تویدنې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته شوي، او ټینګار یې وکړ چې دوی هغه چا ته فرصت ورکړی چې تېروتنه کړې خو  بیا پرې فکر وکړي.

پوتین د واګنر جنګیالیو څخه مننه وکړه، چې "د وروڼو وژنې ته يي د تګ نه ډډه وکړه. ډیره سمه پریکړه وکړ. "

 

"نن تاسو فرصت لرئ چې د روسیې خدمت ته دوام ورکړئ یا د دفاع وزارت یا نورو قانون پلي کونکو ادارو سره د تړون په پایله کې خپلې کورنۍ او ملګرو ته راستانه شۍ. همداشان تاسې کولې شۍ چې  بیلاروس ته لاړ شي. زما وعده به پوره شي. زه تکراروم، انتخاب ستاسو دی، خو زه ډاډه یم چې دا به د روسي جنګیالیو انتخاب وي چې په خپله غمجنه تېروتنه پوهېږي.

د روسیې د دفاع وزارت غوښتنه کړې وه چې د اوکراین په ختیځ کې جنګیدونکي رضاکاران او سرتیري د جولای تر لومړۍ نیټې پورې له پوځ سره تړون وکړي.

د واګنر بنسټ ایښودونکي، یوګیني پریګوژین، د روسیې پوځ په دوی باندې د برید کولو تور ولګاوه او د غچ اخیستو ګواښ یې وکړ، د واګنر جنګیالي له اوکراین څخه ووتل او د روستوف سرحدي سیمې ته ننوتل.

 

په دې حالت کې، د فدرالي امنیت خدمت (FSB) د "وسله وال پاڅون" په تور جرمي قضیه پرانستله.

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر بغاوت «خیانت» وباله.

 

دا راپور ورکړل شوی چې یوګیني پریګوجین د جون په 24 د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وړاندیز منلی چې په روسیه کې د تاوتریخوالی کمولو لپاره.

 

پریګوجین اعلان وکړ چې دوی د روسیې د وینې تویولو مسؤلیت پوهیږي او دوی به خپل کاروانونه بیرته وګرځوي او د پلان سره سم به د ساحې کمپونو ته راستانه شي.

 

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، دیمتري پیسکوف، ویلي چې د پریګوجین په وړاندې جنایي قضیه به بنده شي او ویلي یې دي چې "د یاغیانو مشر" به بیلاروس ته لاړ شي.


پيوندونه: #پوتین , #واکنر , #روسیه

اړوند خبرونه