له مراکش څخه اروپا  ته د تېرېدو په مهال په سمندر کې د لا درکه شوو ۵۱ ځوانانو نه هیڅ خبر نشته.

له مراکش څخه کانري ټاپوګانو  ته د تېرېدو په مهال په سمندر کې د لا درکه شوو ۵۱ ځوانانو نه هیڅ خبر نشته.

2003605
له مراکش څخه اروپا  ته د تېرېدو په مهال په سمندر کې د لا درکه شوو ۵۱ ځوانانو نه هیڅ خبر نشته.

له مراکش څخه کانري ټاپوګانو  ته د تېرېدو په مهال په سمندر کې د لا درکه شوو ۵۱ ځوانانو نه هیڅ خبر نشته.

د مراکش د بشري حقونو ټولنې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د هغو ۵۱ ځوانانو د برخلیک په اړه څېړنه وکړي، چې ۱۳ ورځې وړاندې په اتلانتیک سمندر کې په یوه کښتۍ کې ډوب شوي وو او تر اوسه پورې ندي‌ موندل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو کورنيو پر مسوولو ادارو غږ کړى، چې د خپلو اولادونو  د برخليک د معلومولو لپاره مداخله وکړي او پلټنې دې ګړندۍ کړي.

اسپانیوي رسنیو اعلان کړی چې د غیرقانوني مهاجرینو یوه کښتۍ د شمالي افریقا د ګران کاناریا او لویدیځ صحرا ساحلونو ترمنځ ډوبه شوې.

ویل شوي چې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ چې د لویدیځ صحرا څخه ۴۰ سمندري‌ میله او د لوی کانري ټاپو څخه ۸۰ سمندري میله لرې په سمندر کې ډوبه شوه ۲۴ تنه کډوال ترینه ژوندي ژغورل شوي‌ وو. همداشان د پلټنو په ترڅ کې د دوو تنو کډوالو مړي‌ موندل شوي‌ او پاتې کسان لا درکه شوي‌ دي.



اړوند خبرونه