د اتلانتیک په اقیانوس کې د تیرې یکشبنې په ورځ لا درکه شوې د ټایټان په نامه اوبتل وموندل شوه.
د اتلانتیک په اقیانوس کې د تیرې یکشبنې په ورځ لا درکه شوې د ټایټان په نامه اوبتل وموندل شوه. ویل کیږي پدې اوبتل کې سپرو ۵ تنو ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د اتلانتیک په اقیانوس کې د تیرې یکشبنې په ورځ لا درکه شوې د ټایټان په نامه اوبتل وموندل شوه. ویل کیږي پدې اوبتل کې سپرو ۵ تنو ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې د ټایټان په نامه نوموړې اوبتل ۱۱۱ کاله مخکې په اتلانتیک اقیانوس کې ډوبې شوې ټیټانیک کښتۍ نه د لیدنې پر موخه سفر کړی وو چې د تیرې یکشبنې په ورځ لا درکه شو. په اوبتل کې انګلیس میلیاردانو او فرانسوي کاشف په ګډون پنځو تنو شتون درلود چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا د ساحلي ګارد چارواکو اعلان وکړ، چې اوبتل د فشار له امله چاودیدلې او ټوټې ټوټې شوې.
د ټایټان په نامه د اوبتل ټوټې د ټایټانیک کښتۍ څخه ۴۸۸ متره لیرې او د ۴ کیلومترو په ژوروالي کې وموندل شوې.
د بله پلوه د لا درکه شوي اوبتل خاوند د اوشین ګیټ شرکت اعلان کړی دی چې په اوبتل کې سپرو ټولو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
وال سټریټ ژورنال دا هم لیکلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو پټ غږیز سیسټم د ټایټان اوبتل له ډوبیدو لږ وروسته د چاودنې غږ کشف کړ.
ویل کیږي پدې اوبتل کې د وژل شوو پنځو تنو نه د انګلیس میلیارد سټاکټن رش میرمن وینډي رش انا او نیکه هم په ۱۹۱۲ کال کې د ټایټانیک کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې ژوند دلاسه ورکړی وو .
د شپږ نیم متر په اوږدوالي سره د ټایټان اوبتل چې ۹۶ ساعتونو لپاره يي اکسیجن درلود د خپلو پنځو تنو مساپرو سره د ټایټانیک کښتۍ نه د لیدنې په موخه د تیرې یکشنبې په ورځ سیاحتي سفر په موخه د اتلانتیک په اقیانوس کې غوټه ووهله.
د ویلو ده چې پدې اوبتل کې د ۵۸ کلن انګلیس میلیادر سټاکټن رش او میرمن يي ویندي رش سربیره پاکستان مشهور شتمن ۴۸ کلن شهزاده داود او د هغه ۱۹ زوی سلیمان او فرانسوي کشاف شتون درلود.
ویل کیږي د نوموړي اوبتل دوه نیم ساعته سفر پلان شوی وو چې یو ساعت او ۴۵ دقیقې وروسته د کښتۍ سره اړیکه پرې شوه.
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ټایټانیک بېړۍ د ډوبېدو پر مهال په بې درکه شوې اوبتل کې د پنځو کسانو د وژل کېدو له امله د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ورکې شوې اوبتل په پېښه کې د پاکستاني شهزاده داود او د هغه د زوی سلیمان داوود په ګډون د پنځو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.