په چین کې په یو رستورانت کې د ګازو د چاودنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په چین کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

2002815
په چین کې په یو رستورانت کې د ګازو د چاودنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په چین کې په یو رستورانت کې د ګازو د چاودنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

 د چين د دولتي خبري اژانس د شينهوا اژانس د خبر له مخې،  پرون  چارشنبې  د شپې په ساعتونو کې د چين په شمال لويديځ نينګ شيا سيمه کې د ( باربي کيو ) یا کباب په يوه رستورانت کې د ګازو د چاودنې له امله ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د شينهوا اژانس د خبر له مخې، پدې پيښه کې  ۷  تنه نور  د سوځېدو او د ماتو شوو شیشو له امله ټپیان شوي‌ دي‌ چې  تر درملنې لاندې دي. ویل کیږي‌ د ټپيانو روغتیايي حالت هم د اندیښنې وړ دی.

د بله پلوه ځینو نورو راپورونو کې بیا راغلي‌ دي چې کیدای شي‌ د مړو شمیره ۳۸ تنو ته لوړه شي.

د چین ولسمشر  شي جين پينګ چارواکو ته د ټپيانو د درملنې لپاره لازمې لارښونې کړي‌ دي. په چین کې د کار د امنیت او خوندیتوب په اړه د ټولو هلو ځلو سره سره بیا هم وخت نا وخته دا ډول پیښې رامنځته کیږي .د ویلو ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د چین  د تیانجین په شمالي بندري ښار کې یو لړ چاودنو ۱۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

 


پيوندونه: #چاودنه , #چین

اړوند خبرونه