د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ګازو د چاودنې له امله په لسګونو تنه ټپیان شول.

د فرانسې د پلازمینې پاریس په پنځمه ناحیه کې د طبیعي ګاز د چاودنې له امله د ټپیانو شمیر ۲۹ تنو ته لوړ شو.

2002797

 د پاریس د  بیړنۍ حالت  ډلو ویلي‌ دي‌ چې د چاودنې  له امله  د ودانۍ لویه برخه نړېدلې ده. همداشان  د پيښې په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې چارې دوام لري.  ویل کیږي چې لږ تر لږه دوه کسان لادرکه دي. چاودنه په ریو سینت جاکس کې  په یوې ودانۍ  کې چې د ډیزاین ښوونځی هم پکې شتون  لري رامنځته شوې ده .

د ویلو ده چې چاودنه د مازیګر په پنځو بجو رامنځته شوې. د چاودنې نه وروسته ځینو ودانیو ډیر سخت زیان لیدلی .

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د پيښې د ځای نه د لیدنې پر مهال وویل چې د چارشنبې په ورځ د مازیګر په پنځو بجو د پاریس په پنځمه ناحیه کې ژاردین دو لوګزمبورګ او سوربون پوهنتونو ترڅنګ  په ریو سینت جاکس کې رامنځته شوې ده . د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده. هغه ویلي‌ دي‌ چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.

اړوند خبرونه