په کاناډا کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په کاناډا کې د ټرافیکې پیښې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

2000459
په کاناډا کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

په کاناډا کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دا پيښه د پنجشنبې په ماسپښین د کاناډا د مانیټوبا ولایت په یوه کلیواله برخه کې  یوه لارۍ له یوه بس سره چې  د ډیر عمر لرونکي‌  کسان  یې لېږدول، د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د کاناډا د شاهي پولیسو افسر روب لاسن په یوه خبري کنفرانس کې وویل بس د سویل په ۵ لویه لار د کاربیري ښارګوټي ته نږدې د کاسینو په لور روان و  چې د لارۍ سره وجنګید.

پولیسو افسر وویل چې د پیښې قربانیانو ټولو د پيښې په  ځای کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

چارواکو ویلي پدې پيښه کې د ۱۵ تنو د وژل کیدو  سربېره ۱۰ تنه  نور  ټپیان شوي‌ دي‌ چې روغتون ته انتقال شوي دي. لاسن وویل، په ټپیانو کې چې درملنه کیږي د لارۍ او بس چلوونکي هم شامل دي.

دولس امبولانسونه او یو هم امبولانس چورلکه  د پیښې  ځای ته رارسیدلي‌ وو.

چارواکیو ویلي دي‌  مانیټوبا سیمې تر دې د مخه د داسې خونړۍ پیښې شاهدي‌ نه وه کړې.

کمشنر روب هیل په وینا، په بس کې ډیری هغه کسان وو چې د داوفین ښار او شاوخوا کې اوسیدل.

د کاناډا لومړي‌ وزیر جاستین ټروډو د دې پيښې په اړه ژور خپګان ښودلی او د خواخوږي‌ يي څرګنده کړې ده .



اړوند خبرونه