د فرانسې، جرمني‌ او پولنډ مشرانو په پاریس کې اوکراین د وضعیت په اړه غونډه وکړه

د جرمني ، فرانسې او پولنډ مشرانو په اروپا او ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په مسئلې د خبرو په موخه په پاریس کې غونډه وکړه

1998924
د فرانسې، جرمني‌ او پولنډ مشرانو په پاریس کې اوکراین د وضعیت په اړه غونډه وکړه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون، د پولنډ ولسمشر اندریز دودا او د جرمني لومړي‌ وزیر اولاف شولز د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اوکراین د وروستي وضعیت او په اروپايي ټولنه او ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه خبرې وکړې.

له غونډې وروسته مشرانو په  ګډه خبري غونډه ګډون وکړ.

ولسمشر ماکرون وویل چې د اوکراین اوسنی وضعیت له دوی غواړي چې له کیف سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل: "دا روښانه ده چې هیڅوک اوکراین نیولی نشي، یوازینۍ حل لاره د نړیوالو قوانینو د درناوي پر بنسټ سوله ده."

ماکرون د دې په څرګندولو سره چې له اوکراین سره د پوځي، سیاسي او اقتصادي په ګډون په بېلابېلو برخو کې بې پرې ملاتړ باید دوام ومومي، ټینګار وکړ چې د اوکراین بریا به د  اروپا ټولې لویې  وچې په سوله کې مرسته وکړي.

له بلې خوا د پولنډ ولسمشر  دودا  بیا وویل چې د روسیې امپریالیزم باید له مینځه یوړل شي ترڅو دا هیواد  بیا د دې فرصت ونلري چې په بل هیواد برید وکړي او د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

دودا وویل، «په دې کې شک نشته چې اوکراین به له اروپایي اتحادیې او ناټو سره یوځای شي،» هغه زیاته کړه چې بریا به هغه وخت ترلاسه شي چې روسي ځواکونه د نړیوالو قوانینو له مخې د اوکراین له ټولو هغو ځمکو څخه وایستل شي چې د اوکراین اړوند دي.

شولز دې ته په اشارې سره چې د فرانسې، پولنډ او جرمني ترمنځ همکاري د اروپا لپاره ډېره مهمه ده، وويل، د درېيو هېوادونو دريځ روښانه دى، دوى په کلکه د اوکراين تر څنګ ولاړ دي او تر هغه چې اړتيا وي، د اوکراين تر څنګ به دریدو ته دوام ورکړي.

د جرمني‌ لومړي‌ وزیر د دې خبرې سره وویل چې  ددې وخت رارسیدلی  چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پوه شي چې د هغه پلان ناکام شوی دی.

هغه وويل: "له ١٦ مياشتو وروسته چې په سلگونو زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی، په ميليونونو ټپيان شوي او تر دې زيات کډوال شوي، اوس د جگړې د ختمولو وخت رارسيدلى دى. د دې وخت رارسیدلی دی  چې روسیه د اوکراین نه خپل ځواکونه وباسي او په پاى کې د يوې عادلانه سولې په اړه خبرو ته چمتو شي."



اړوند خبرونه