د کډوالو په اړه د جرمني‌ د لومړي‌ وزیر څرګندونو سخت غبرګون پارولی دی

د مدیترانې له لارې آلمان ته د غیرقانوني مهاجرو د تګ په اړه د آلمان د لومړي‌ وزیر اولاف شولز "ټوکه" په ټولنیزو رسنیو کې تر سختو نیوکو لاندې راغلې.

1998482
د کډوالو په اړه د جرمني‌ د لومړي‌ وزیر څرګندونو سخت غبرګون پارولی دی

د مدیترانې له لارې آلمان ته د غیرقانوني مهاجرو د تګ په اړه د آلمان د لومړي‌ وزیر اولاف شولز "ټوکه" په ټولنیزو رسنیو کې تر سختو نیوکو لاندې راغلې.

شولز په هغه غونډه کې  چې په نورمبرګ کې د پروټسټنټ کلیسا لخوا جوړه  شوې وه کډون وکړ. هغه  دلته په خپله وینا کې د کډوالۍ او کډوالو پالیسۍ په اړه یې ارزونې وکړې.

شولز د دې په بیانولو سره  وویل ، سره ددې چې آلمان د اروپایی اتحادیې په بهرنۍ پوله کې پروت یو  هیواد نه دی،  خو بیا هم د پناه غوښتنې تر ټولو ډیر غوښتنلیکونه لري. شولز وویل چې آلمان ته ډیری غیرقانوني مهاجرین د اروپايي اتحادیې په نورو هیوادونو نه راځي‌ چې هغه نه راجستر کیږي.

شولز آلمان ته د تلونکو غیرقانوني مهاجرو لوړ شمیر ته په اشارې سره وویل:

"ما دا ټوکه مخکې د اروپا په شورا کې کړې وه. داسې ښکاري‌ چې المان په مدیترانې کې لوی ساحل لري. ځکه، د هغو هېوادونو له مخې چې د مدیترانې په سمندرګي کې پراته دي‌، ډېری کډوال چې د مدیترانې له لارې اروپا ته راځي مستقیم جرمني‌‌ ته راځي."

د آلمان د لومړي‌ شولز دې خبرې ، چې د "ټوکې" په توګه بیان کړې، په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راپارولي دي.

د آلمان غیر دولتي سازمان سی واچ، چې په مدیترانه کې د بېړیو په واسطه د غیرقانوني مهاجرینو د ژغورنې لپاره کار کوي، په ټویټر کې په یوه پوسټ کې پر شولز نیوکه کړې،

"یوازې په ۲۰۲۳ کې په مدیترانې کې له ۱۱۱۵ څخه ډیر کسان خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. دا یوه بده ټوکه ده چې لومړی وزیر یې په ذهن کې لري. هر هغه څوک چې د نورو په غمونو خنډا کوي‌ هغه د هیواد مشري‌ کولې نشي.

د مسیحي دیموکراتیک اتحاد ګوند  غړي ماتیاس هاور هم ویلي چې د آلمان لومړی وزیر باید د نورو په دردونو ملنډې ونه وهي.

د سوسیال دیموکراتیک ګوند  غړې لیلی بوډزون وویل: "یو سوسیال دیموکراتیک مشر  باید هیڅکله د خلکو په اړه داسې خبرې ونه کړي."


پيوندونه: #کډوال , #جرمني

اړوند خبرونه