په هوا کې د چین او امریکا د جنګي‌ الوتکو ترمنځه تاوتریخوالی

امریکا ویلي‌ دي چې د چین یوې جنګي‌ الوتکې په هوا کې ددوې جنګي‌ الوتکه ځورولې ده

1993376
په هوا کې د چین او امریکا د جنګي‌ الوتکو ترمنځه تاوتریخوالی

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي، د چین یوې جنګي الوتکې د شنبې په ورځ د جنوبي چین سمندرګي په اوږدو کې د امریکا یوې کشفي الوتکې ته نږدې الوتنه وکړه. امریکا ویلي‌ دي‌ چې چین الوتکه ددوې الوتکې ته ډیره زیاته نږدې شوې وه.

پنټاګون د پېښې یوه ویډیو هم خپره کړې ده.

د دفاع  وزارت په وینا، د چین د J-16 ماډل الوتکې لخوا "غیر ضروري تیري کوونکي" الوتنې  د امریکا د RC-125 ماډل جنګي الوتکې د توربلانس لامل شو.

پنټاګون ویلي، امریکايي الوتکې "د نړیوالو قوانینو سره سم په نړیوال فضايي حریم کې خوندي او منظمه الوتنه او فعالیت ترسره کولو."

له بلې خوا چین پر امریکا تور پورې کوي چې په سیمه کې په خپلو هوايي او سمندري اکتشافاتو سره ددوې  ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.


پيوندونه: #الوتکې , #چین , #امریکا

اړوند خبرونه