روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف پراخه بریدونه کړي.

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د روسیې په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

1992981
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف پراخه بریدونه کړي.

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د روسیې په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

کیف تیره ورځ د دریم ځل لپاره د بې پیلوټه الوتکو  بریدونو هدف وګرځید. خبروایي په دغه بریدونو کې ۱ تن مړ او ۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

د  بریدونو پر مهال، خلکو په ویرې سره د میټرو سټیشنونو او پناه ځایونو ته پناه یوړه. ویل شوي، چې تر ۲۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې  د هوايي دفاعي سیستم له خوا له منځه وړل شوي‌ دي.

د اوکراین د پوځ له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیې د کیف پر لور ۱۱ اسکندر توغندي توغولي او ویلي. دي ، چې ټول توغندي یې په هوا کې له منځه وړي دي.

ویل کیږي‌ روسیې د یکشنبې په شپه د اوکراین په پلازمینه  کیف د ۵۴ ډرون الوتکو سره برید وکړ چې ۵۲ ډرون الوتکې په هوا کې له منځه وړل شوي‌ دي.

د بله پلوه د روسیې پلازمېنه مسکو باندې  هم د بې پیلوټه الوتکو سره برید شوی دی.

په خبرکې ویل شوي په مسکو د بریدونو په لړکې ودانیو ته لږ زیان اوښتی او ۱ تن ژوبل شوی دی. اوکراین په مسکو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه رد کړي‌ دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر سلاکار میخایل پودولیک ویلي، هېواد یې پر مسکو د بې پیلوټه الوتکې له برید سره هېڅ تړاو نه لري.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اوکراین د پوځ پر هوايي هډو د اوږد  واټنه توغنديو سره بریدونه کړي‌ دي.

د اوکراین د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اودیسا په بندري ښار په برید کې ۵ الوتکې له کاره لوېدلې دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځه په جګړه کې چې  د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوې  او له ۱۵ میاشتو راهیسې روانه ده، د زاپورزیه، خارکیف، لوهانسک او خرسون په سیمو کې په لومړۍ کرښه کې نښتې روانې دي، دونیتڅک هغه سیمه ده چې تر ټولو سختې نښتې پکې کېږي. پدې سیمو کې نښتو په ځانګړې توګه د تیرو ۸ میاشتو راهیسې ښه زور اخیستی دی.

د اوکراین د پوځ توپچي ځواکونه  چې د اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د بخموت د جبهې په لور ګمارل شوي، د روسیې پر پوستو بریدونو ته زور اخیستی دی.

له بلې خوا اوکراین ته د امریکايي سناتور لیندسي ګراهام له سفر او د هغه له څرګندونو وروسته روسیې د ګراهام نوم د نا مطلوبو کسانو په لیست کې شامل کړ.

امریکايي سناتور د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په لیدنه کې په جګړه کې د روسیې پوځي تلفات د امریکا د غوره لګښتونو په توګه و ارزول.



اړوند خبرونه