پوتین، علي یف او پاشینیان په مسکو کې سره لیدنه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د اذربایجان او ارمنستان د شخړې په اړه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې لیدنه وکړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د اذربایجان او ارمنستان د شخړې په اړه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې لیدنه وکړه.
پوتین لومړی د کریملین په ماڼۍ کې له علی یف او پاشینیان سره جلا جلا لیدنه وکړه.
له دغو ملاقاتونو وروسته درې اړخیزه غونډه پيل شوه. درې اړخیزه غونډه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وینا پيل شوه.
پوتین په خپله وینا کې د اذربایجان او ارمنستان د مشرانو نه ددې بلنې له منلو له امله مننه وکړه او وویل: "زه هیله لرم چې دا به د ځینو مسلو د عملي حل لپاره یو ښه وړاندیز وي چې موږ له اوږدې مودې راهیسې خبرې کوو."
پوتين دې ته په اشارې سره چې په دې بڼه جوړه شوې غونډه کې يې ډېرې لاسته راوړنې لرلې، يادونه وکړه چې شخړې په ۲۰۲۰ کال کې پای ته رسېدلې او د اقتصادي او ترانسپورتي ارتباطاتو د پرانيستلو او د سرحدونو د ټاکلو په اړه کار پيل شوی دی.
پوتین وویل: "له ځینو ستونزو او مشکلاتو سره سره، په ټولیزه توګه وضعیت د حل په لور روان دی. یو له هغو څخه د ټرانسپورټي اړیکو کار دی. لا هم نا حل شوې ستونزې شته، خو زه فکر کوم چې یوازې تخنیکي ده."
پوتین وړاندیز وکړ چې د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د مشرانو مرستیالان یوه اونۍ وروسته د دې مسئلې د حل لپاره غونډه وکړي، د دې غونډې لپاره چې راتلونکې اونۍ به جوړه شي، د علی یف او پاشینیان تاییدي واخیستل شوه.
پوتین وویل: "دا یو ښه تړون دی او امید ورکوي چې هغه مسلې به حل شي چې لا نه دي حل شوي."
اړوند خبرونه
د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پيلوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پیلوي.
امریکا متحده ایالتونو اسرائیلو ته د وسلو او مهماتو د انتقال بهیر درولی دی.
د بایدن ادارې تیره اوونۍ اسرائيلو ته لیږدونکو وسلو د درولو نه خبر ورکړی دی.