امریکا : امریکا اوکراین ته امریکايي وسلې ملیشه ډلو ته د ورکولو اجازه نده ورکړې
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پاټریک رایډر ویلي، دوی د اوکراین پوځ ته اجازه نه ورکوي چې امریکايي وسلې ملیشه ډلو ته او یا د هېواد له پولو بهر وکاروي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پاټریک رایډر ویلي، دوی د اوکراین پوځ ته اجازه نه ورکوي چې امریکايي وسلې ملیشه ډلو ته او یا د هېواد له پولو بهر وکاروي.
رایډر په یوه ورځني مطبوعاتي کنفرانس کې د روسیې د دې ادعا په اړه په اړه د پوښتنې په ځواب کې چې "د اوکراین یوې ملیشه ډلې د امریکا له وسلو او موټرو سره د روسیې بلګورود سیمې ته ننوتې"، وویل ، واشنګټن اداره د اوکراین پوځ ته اجازه نه ورکوي چې امریکايي پوځي وسلې ملیشه ډلو ته ورکړي او یا د هیواد له پولو څخه بهر دا وسلې وکاروي. پدې اړه ادعاګانو په اړه تحقیقات پيل شوي دي. هغه زیاته کړه چې ،
"د امریکا حکومت د اوکراین له پوځ پرته بل کوم نیم پوځي سازمان ته د امریکايي وسلو د لېږد اجازه نه ده ورکړې. اوکراین له موږ څخه دا ډول غوښتنه نه ده کړې."
هغه وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې د عکسونو تصدیق نشي کولی. رایډر وویل چې امریکا په منظم ډول کیف ته خبرداری ورکړی چې اوکراین ته ورکړل شوي وسلې باید یوازې په هیواد کې د هیواد د دفاع لپاره وکارول شي.
رایډر دا هم وویل چې د وسلو کارولو په اړه سخت پروتوکول شتون لري.
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي له سي ان ان سره په مرکه کې د اوکراین د تخریبي ډلې په اړه چې روسیه یې ادعا کوي د دغه هیواد بلګورود سیمې ته ننوتي، وویل ،
"دا کسان ظاهراً د روسیې اصلي خواخوږي دي چې د اوکراین له جګړې سره خواخوږي لري. موږ د دې ډلو په اړه ډېر نه پوهیږو، د هغوی انګېزه څه ده او څنګه یې دا بریدونه ترسره کړي دي."
کربي ټینګار وکړ چې دوی اوکراین نه هڅوي چې د روسیې په خاوره کې کوم برید وکړي، او یادونه یې وکړه چې د دوی تمرکز دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې اوکراین کولی شي د خپلې خاورې دفاع وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میټ میلر د موضوع په اړه پوښتنې ته په لاندې ډول ځواب ورکړ:
"موږ په ټولنیزو رسنیو او نورو رسنیو کې داسې خبرونه لیدلي چې په دې بریدونو کې د امریکا له خوا چمتو شوې وسلې کارول شوې دي. موږ د دې راپورونو په صداقت شک لرو. د عمومي اصولو په توګه، لکه څنګه چې مخکې مو وویل، موږ په روسیه کې دننه د بریدونو وړاندیز نه کوو. او موږ دا روښانه کړې ده، دا اوکراین پورې اړه لري چې دا یې پرمخ بوځي."
د بلګورود سیمې والي ویاچسلاف ګلادکوف پرون اعلان وکړ چې د اوکراین په پوځ پورې تړلې تخریبي ډلې د روسیې پولو ته ننوتي او د روسیې امنیتي ځواکونو د دغې ډلې د شنډولو لپاره اقدامات کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا د جوړو شویو وسلو او زغره والو موټرو عکسونه خپاره شوي او همدا راز د بیلګورود په سیمه کې د روسي ځواکونو په عملیاتو کې د لسګونو اوکرایني جنګیالیو د وژل کیدو جسدونه هم خپاره شوي دي.