د فرانسې په مارسیل ښار کې په یوه موټر باندې چې ۵ تنه پکې سپاره وو وسله وال برید شوی.
په فرانسه کې په وسله وال برید کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی
1988907
د فرانسې په مارسیل ښار کې په یوه موټر باندې چې ۵ تنه پکې سپاره وو وسله وال برید شوی.
پولیسو اعلان کړی چې برید د کلاشینکوف ډوله وسلو په وسیله شوی او په ترڅ کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پولیسو په وینا بریدګر او د برید نه ژوندي ژغورل شوي دوه تنه له سیمې تښتېدلي. پولیسو ویلي ګمان کیږي چې برید د نشه يي توکو له قاچاقبرانو سره تړاو لري.
پولیسو ویلي دي چې د برید قربانیانو د پنځو تنو هویت معلوم شوی دی او دا چې دوی په یوه کور کې اوسیږي چیرې چې مخدره مواد عام دي. دا په داسې حال کې ده چې د برید کوونکو د نیولو لپاره پلټنې پیل شوي خو ویل شوي چې تر اوسه ۵ تنه نیول شوي دي.
په مارسیل کې سږکال د مخدره موادو د سوداګرۍ اړوند بریدونو کې ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.