د روسیې او اوکراین ترمنځه د دغلو د دهلیز تړون د ۲ میاشتو لپاره تمدید شو

د روسیې او اوکراین چارواکو د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون د جولای تر اتلسمې پورې تمدید کړ.

1988009
د روسیې او اوکراین ترمنځه د دغلو د دهلیز تړون د ۲ میاشتو لپاره تمدید شو

د روسیې او اوکراین چارواکو د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون د جولای تر اتلسمې پورې تمدید کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په پلازمینه مسکو کې په اونیزه خبري غونډه کې د تورې بحیرې د غلو دهلیز د موافقې په اړه څرګندونې وکړې.

زهرووا د تورکیې د  ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه بیان ته په اشارې سره چې دغه موافقه د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شول وویل ،

"موږ د دې مسلې په اړه څرګندونې تاییدوو. په دې توګه، یو فرصت شتون لري چې د نړیوال خوراکي خوندیتوب ډاډمن کولو کې مرسته وکړي، نه په کلمو کې، مګر په حقیقت کې، او له ټولو څخه د هغو هیوادونو سره مرسته وکړي چې ورته اړتیا لري."

زهرووا ټینګار وکړ چې د موافقې د تطبیق په بهیر کې شته ستونزې باید ژر تر ژره حل شي او کارپوهان دې په دې برخه کې کار وکړي.

د اوکرایین د زیربناو وزیر الکساندر کوبراکوف په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل چې د غلو دا تړون د جولای تر ۱۸ پورې وغځول شو.

"موږ د ملګرو ملتونو او زموږ د تورکي شریکانو څخه د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره د دوی د هڅو له امله  مننه کوو."

کوبراکوف ټینګار وکړ چې د موافقې د تطبیق پر وړاندې "مصنوعي" خنډونه باید لیرې شي.

ولسمشر اردوغان پرون اعلان وکړ چې د تورې بحیرې د غلو دهلیز تړون د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید شوی دی.



اړوند خبرونه