په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې نږدې ۱۲ میلیونه تنه اوکرایني‌ وګړي‌ پولنډ ته اوښتي‌ دي

په اوکراین کې د جګړې د پیل راهیسې د مې تر ۱۶ مې نیټې پورې  نږدې ۱۲ میلیونه تنه اوکرایني‌ وګړي‌ پولنډ ته اوښتي‌ دي. همداشان تر لسو میلیونو تنو ډیر اوکرایني‌ وګړي‌ بیرته د پولنډ نه نورو اروپايي‌ هیوادونو ته تللي‌ دي.

1987623

د پولنډ د سرحدي ځواکونو د معلوماتو له مخې  د ۲۰۲۲ کال د فبروري‌ په ۲۴ مه نیټه د روسیې او اوکراین ترمنځه د پیل شوي‌ جګړې نه راپدیخوا  د اوکراین نه د پولنډ پر لورې د کډوالو ستره څپه پيل شوې ده.

 پولنډ د سرحدي‌ ځواکونو لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې یوازې پرون له اوکراین څخه ۲۲ زره کسان دغه هېواد ته داخل شوي دي.

"د جګړې له پیل راهیسې له اوکراین څخه پولنډ ته د کډه شوو خلکو شمیر له ۱۱ ملیون ۹۱۱ زرو څخه ډیر شوی دی."

د پولنډ د سرحدي‌ ځواکونو د شمیرو ل مخې د هغه اوکرایني‌ وګړو شمیره چې د پولنډ څخه نورو هیوادونو ته تللي‌ دي‌ ۱۰ میلیونه ۱۱۹ زره تنو نه اوښتی دی.

له اوکراین څخه پولنډ ته د کډه شوو اوکرایني‌ وګړو په سلو کې ۸۰ یې ښځې او ماشومان دي.

اوس مهال له یو ملیون څخه ډیر اوکراینیان په پولنډ کې ثبت شوي ژوند کوي.

۸۰ سلنه اوکراینیان فکر کوي چې پولنډي ټولنه د دوی په اړه مثبت چلند لري، خو د کډوالو د وضعیت په اړه د پولنډ نظرونه توپیر لري. د هغو خلکو تناسب چې باور لري اوکرایني کډوال مرستې ته اړتیا لري د جګړې له پیل راهیسې له ۸۴ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته راټیټ شوي.

په پولنډ کې ۷۴ سلنه اوکراینیان پلان لري چې خپل هیواد ته ستانه شي.

اړوند خبرونه