د کاناډا په البرټا ایالت کې په ځنګلونو کې  تر ۱۰۰ ډېر اور لګېدلی  رامنځته شوي‌ دي.

په کاناډا کې په ځنلګونو کې اورلګیدنې تر ۱۲۰ زرو هکټارو زیات ځنګل سوځولی دی

1983884
د کاناډا په البرټا ایالت کې په ځنګلونو کې  تر ۱۰۰ ډېر اور لګېدلی  رامنځته شوي‌ دي.

د کاناډا په البرټا ایالت کې په ځنګلونو کې  تر ۱۰۰ ډېر اور لګېدلی  رامنځته شوي‌ دي.

 چارواکو اعلان کړی چې نږدې ۲۵۰۰۰ کسان یې د دې سیمو نه تخلیه کړي دي. په سیمه کې له اورلګیدنې سره مبارزه دوام لري، چې څه باندې ۱۲۱ زره هکتاره ځنګل يي په سکرو بدل کړی دی. په سیمه کې د ځنګلونو د اورلګیدنې لوګي څو کیلومترو پورې پورته شوی دی. په کاناډا کې اورونه حتی له فضا څخه لیدل شوي.

اور له ۲۰ زره هکتاره زیات ځنګل سوځولی دی.

لکه څنګه چې اورونه استوګنځایونو ته نږدې شوي، په ځینو سیمو کې بیړنی حالت اعلان شوی. د ویستلو لړۍ پیل شوې ده.

"۱۴ سیمه ایزو حکومتونو بیړنی حالت اعلان کړی، محلي حکومتونه د بیړني‌ حالت په اړه تصمیم نیولو ته دوام  ورکوي. ۲۴۵۱۱ کسان ایستل شوي دي.

په البرټا کې ځینې اورونه له فضا څخه لیدل شوي.

د سپوږمکۍ عکسونه د اور اندازه او کچه بیانوي.  په البرټا کې په زرګونو اور وژونکي د اور په وړاندې مبارزه کوي، خو اور حتی په جزوي ډول هم تر کنټرول لاندې ندی راغلی.

د البرتا ایالت مسئولینو ګاونډي  د برتش  کولمبیا ایالت  د سرحدي سیمو لپاره چې د البرټا سره پوله لري د تخلیې امر هم کړی دی.

د هوا پېژندونکو اعلان وکړ چې اورونه د موسمي نورمونو څخه پورته د تودوخې څپې او د بادونو د چټکتیا له امله رامنځه شوي دي.

سيمه له بې ساري‌  سختو اقليمي شرايطو سره مخ ده.



اړوند خبرونه