پوتین په روسیه کې د غیرې دوست هیوادونو د شتمنیو د مدیریت لپاره د سرپرست ټاکلو ته اجازه ورکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل هیواد کې د غیر دوستو هیوادونو د شتمنیو مدیریت لپاره د سرپرستانو د ټاکلو اجازه ورکړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپل هیواد کې د غیر دوستو هیوادونو د شتمنیو مدیریت لپاره د سرپرستانو د ټاکلو اجازه ورکړه.
دغه فرمان، چې په بهر کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په وړاندې د پوتین د غچ اخیستنې اقدامات په کې شامل دي، د هیواد د حقوقي معلوماتو په سیستم کې خپور شو.
د غه فرمان چې په روسیه کې د غیرو دوستو هیوادونو، په ځانګړې توګه د امریکا د شتمنیو مدیریت لپاره د سرپرستانو ټاکلو اجازه ورکوي، پکې راغلي دي چې د دې شتمنیو کنټرول به د روسیې د فدرال دولتي ملکیت مدیریت ادارې لخوا ترسره کیږي.
په دغه فرمان کې ویل شوي چې په روسیه کې د جرمني یونیپر او فنلنډ فورټوم شرکتونو د شتمنیو د مدیریت لپاره سرپرست ټاکل شوی دی.
یونیپر په روسیه کې د جیوترمل بریښنا ۵ فابریکې لري، پداسې حال کې چې فورټم د ۷ جیوترمل بریښنا فابریکې سربیره د بریښنا تولید او توزیع مختلف پانګوونه لري.