په کینیا کې د یوې کلیسا راهب په سلګونو تنه د عیسی ع د ملاقات په پلمه له لوږې وژلي دي
د کینیا په مالینډي ښار کې د یوې فرقې او طریقې مشر خپل په سلګونو تنه موریدان د حضرت عیسی ع سره د ملاقات په پلمه په مرګ محکوم کړي .
د کینیا په مالینډي ښار کې د یوې فرقې او طریقې مشر خپل په سلګونو تنه موریدان د حضرت عیسی ع سره د ملاقات په پلمه په مرګ محکوم کړي . د لوږې د طریقې مشر پاول مکینزي نیتینګ خپلو موریدانو او لارویانو ته ویل چې د لوږې او یا له لوږې نه د مړه کیدو نه وروسته کولی شي چې د عیسی ع سره ملاقات وکړي. پولیسو چې تر اوسه پورې د نوموړې پیښې په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې د لسګونو تنو مړي چې د لوږې نه يي ژوند د لاسه ورکړی دی موندلي دي. پولیسو د لوږې د فرقې یا طریقې مشر پاول مکینزي نیتینګ وروسته له هغه ونیو چې په یو ځنګل کې د څو تنو مړي وموندل شول. د معایناتو نه وروسته معلومه شوه چې دا کسان له لوږې مړه شوي دي.
پولیسو د پيښې په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې وموندله چې دا کسان د لوږې د طریقې د مشر د ګوډ نیوز انټرنیشنل کلیسا د یو تن راهب عیسی ع سره د ملاقات په پلمه له لوږې وژلي دي.
د سټار ورځپاڼې د خبر له مخې، د ګوډ نیوز انټرنیشنل کلیسا د کلتور مشر پاول مکینزي نیتینګ پولیسو ته ویلي چې دوی به لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ومومي چې د عیسی ع د ملاقات لپاره تللي دي.
ویل شوي، چې په مالینډي کې د ګوډ نیوز انټرنیشنل کلیسا ته څېرمه د شاکاهولا ځنګل کې د موندل شویو مړو شمېر ۷۳ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې ۱۱۲ کسان لا هم ورک دي او ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.
له بلې خوا، د کینیا ولسمشر ویلیم روټو، چې د لومړي ځل لپاره یې د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې، وویل چې هغه څه چې دلته پیښ شوي "له ترهګرۍ سره توپیر نلري".
"ترهګر دین د خپلو ناوړه اعمالو لپاره کاروي. د مکینزي په څیر سړي هم همداسې کوي. دا ډول سړي، نور ترهګر او جنایتکاران دي او هیڅ دین نه لري. دودوې لپاره یواځنی ځای باید زندان وي .
پولیسو نیتینګ وروسته له هغه ونیول چې د اپریل په ۱۵ د لوږې په شک د څلورو کسانو جسدونه وموندل شول.
په ځنګلي سیمه کې د پراخو پلټنو پر مهال په ډله ییز قبر کې د لسګونو کسانو جسدونه وموندل شول.
دا معلومه شوه چې پادری نیتینګ څو ځله مخکې د شکایاتو په تعقیب نیول شوی او خوشې شوی و.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.