امریکا د ملګروملتونو د سرمنشي ټیلیفوني‌ مکالمې اوریدلي‌ دي

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د محرم اسنادو خپریدو د امریکا لخوا د ملګروملتونو سازمان ګوتریش او د هغه د مرستیال ټیلیفوني‌ مکالمې د اوریدو راز هم افشا کړ.

1976752
امریکا د ملګروملتونو د سرمنشي ټیلیفوني‌ مکالمې اوریدلي‌ دي

  د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د محرم اسنادو خپریدو د امریکا لخوا د ملګروملتونو سازمان ګوتریش او د هغه د مرستیال ټیلیفوني‌ مکالمې د اوریدو راز هم افشا کړ.

 ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو  دایمي استازیتوب  د یو یاداشت په لیږولو سره د امریکا لخوا دده او د هغه د مرستیال د ټیلیفوني‌ ټرافیک د تعقیب او څار په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او خپله ژوره ناراحتي‌ ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه ورځني خبري کنفرانس کې د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې.

هغه ددې خبرې په ټینګار سره چې  له پنټاګون څخه افشا شوو اسنادو  کې دا معلومه شوې ده چې  ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي تحریف شوي‌ یو زیات شمیر ټیلیفوني‌ مکالمیې تحریف شوي‌ دي . "موږ د امریکا د حکومت لخوا د ملګروملتونو د سرمشني‌ او نورو مسئولینو ټیلیفوني‌ ټرافیک د څار لاندې نیولي‌ دي‌ او اوریدلي‌ دي. موږ پدې اړه  په رسمي ډول کوربه هیواد ته خپله نا رضایتي څرګنده کړه .

دوجاریک اشاره وکړه چې دا ډول فعالیتونه د ملګرو ملتونو د منشور او د امتیازاتو او معافیتونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون لاندې د امریکا د مکلفیتونو سره مخالف دي.

دوجاریک وویل، "موږ په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازولۍ  ته یو اعتراضي‌ یاداشت  ورکړ."

د بي بي سي د خبر له مخې له پنټاګون څخه په افشا شویو اسنادو کې لیدل شوي چې امریکا د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش او د هغه مرستیال له نږدې څاري او د هغوی ټیلیفوني خبرې اوري.

د ګوتریش او د هغه د مرستیال ترمنځ د تلیفوني خبرو اترو په اړه اسناد، د تور سمندر د غلو دهلیز تړون په اړه، "ګوتریش د روسیې د صادراتو ظرفیت لوړولو هڅې په ګوته کړې، حتی که په دې کې د روسیې هغه بنسټونه یا اشخاص شامل وي چې بندیزونه پرې لګیدلي دي .



اړوند خبرونه